یوشمېر افغان مېرمنې له هغو کسانو څخه چې د مونشن د امنیتي کنفرانس برخهوال دي، غواړي چې د دوی د حقونو موضوع هېره نه کړي.
د افغانستان د سړو سیمو د سلګونه محصلینو لپاره د دینی او علمي سیمینارونو څرنګوالی له پراخو نیوکو سره مخ شوی. منتقدین د دې سیمینارونو محتوا یو اړخیزه او د یوې ځانګړې فکري کړۍ زېږنده بولي او وايي چې د بیلابیلو علمي او اکاډمیکو نظریاتو نشتوالی یې جدي ستونزه ده.
د کډوالو نړیوال سازمان IOM وايی، له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو په ستنیدو کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
له جرمني څخه په جرمونو کې د ښکېلو افغان کډوالو د ایستلو خبره یوځل بیا وروسته له هغه توده شوه چې د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد په مونشن ښار کې یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي پر خپل موټر د یوې مظاهرې کډونوال لاندې کړل او ۳۶ کسان یې ټپیان کړل.
په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام، د دغه هېواد د هرمزګان ولایت د قشم ښار څارنوال ویلي، ۷۰۰ سوداګریزو واحدونه یې تړلي، چې د ده په خبره، د "غیرمجاز بهرنیو وګړو" له خوا اداره کېدل. نوموړي دا اقدام د هغوی د "تنظیم او کنټرول" لپاره مهم بللی دی.
ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې، داعش (اسلامي دولت ډلې) او جماعت انصارالله د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، هغه اندېښنه چې د طالبانو حکومت رد کړې ده.
د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان مهاجر دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو وروستی دی.
طالبانو د افغانستان کورنیو رسنیو ته امر کړی چې ټولې ثبتي سیاسي خپرونې دې بندې کړي. د افغانستان په کورنیو رسنیو کې یو شمیر سرچنیو ازادي راډیو ته د طالبانو تازه بندیز تایید کړی دی.
د جرمني پولیس وايي، د مونیخ په ښار کې پر عام خلکو د موټر د وربرابرولو د پېښې په تړاو یې یو ۲۴کلن شکمن افغان نیولی دی. په دې پېښې کې ۲۸ کسان ټپیان شوي وو. د جرمني صداعظم ویلي، تورن افغان دې مجازات او له جرمني وشړل شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له یو میلیون زیاتو افغان کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو مشر وايي، هر فرمان یې د علماوو په مشوره او له قران او حدیث څخه اخیستل شوی د خدای تعالی امر دی. هبت الله اخندازاده دا خبره په کندهار پوهنتون کې یوې غونډې ته وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي، په افغانستان کې په وسلوالو لیکو کې د ماشومانو د استخدام په اړه اندیښنه ښودلې.
نور راوښيه