امریکا د داعش د خراسان څانګې د وړتیاوو او فعالیتونو په اړه، چې په افغانستان او سیمه کې پراخ شوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بیکدلي، وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو اوږدمهاله شخړه د وروستیو بریالیو خبرو اترو له لارې حل شوې ده. نوموړي ویلي، د طالبانو د حکومت چارواکو ایران ته ډاډ ورکړی چې د سیستان او بلوچستان ولایت د اوبو د ستونزې په حل کې به لازمه همکاري وکړي.
په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړې غونډې سره همهاله یو شمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې په بریدونو کې وژل شوي، وايي نړیوال باید په افغانستان کې د جنګ جګړو د مخینوي لپاره له افغانانو سره په رښتیني توګه مرسته وکړي.
د ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز تازه له امریکایي رسنۍ اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې ادعا کړې ده چې طالبان په افغانستان کې دملګرو ملتونو په قراردادونو کې لاسوهنې کوي. مخکې طالبانو تل ویلي چې افغانستان ته هر ډول مرستې د ملګرو ملتونو له لارې تر اړمنو رسول کېږي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) وایي چې په تېره یوه میاشت کې په خوار ځواکۍ ۲۱۳ اخته ماشومان رغولي، خو د افغانستان په ختیځ کې ځینې ښځې وایي د اقتصادي ننګونو له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ډالرو نرخ د افغانیو په وړاندې لوړ شي، د لومړنیو توکو بیې هم سمدیستي لوړېږي، خو چې ډالر بېرته راټیټ شي، د دغو خوراکي توکو بیې ورسره نه راټيټېږي. دوى له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته د خوراکي توکو د بیو د کنټرول غوښتنه کوي.
په افغانستان کې یو شمیر ځوانان وايي انرژۍ لرونکي مشروبات خوښوي. یو شمېر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په څښلو یې روږد شوي دي. روغیتا پالان بیا وايي، د دې څښاک له کبله د انسانانو روغتیا ته جدي زیان رسیږي او ان د مغزي سکتې او د زړه د ناروغیو لامل کېدای شي.
د غور ولایت ځینې اوسېدونکي د افغانستان د کرکټ بورد له دې اقدام چې چمپینز ټرافۍ سیالیو ته یې د کرکټ د ملي لوبډلې په کمیسونو د غور د جام څلي یا منار جام نښې جوړې کړي هرکلی کوي. په دې ورستیو کې د غور ولایت د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې منار جام له ویجاړېدو وژغوري.
د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د بارانونو، واورې او طوفانونو په اړه د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وړاندوینې، یو شمیر خلک اندیښمن کړي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د تیرو طبیعي پیښو له امله د دوی سرپناوې زیانمنې شوي او ان د بارانونو په وړاندې خوندي نه دي.
منیت شورا ویلي چې سبا دوشنبه د فبرورۍ په لسمه په افغانستان کې د داعش په اړه یوه غونډه جوړیږي. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د داعش په ګډون یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي خو یو شمېر شننونکي وايي، د داعش ګواښ لا هم پر ځای دی.
د ډله ییز امنیتي تړون سازمان ویلي د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له دې هېواده د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق د ګواښونو په وړاندې مبارزه کوي.
په کندهار کې د سرو زرو سوداګر وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د دوی کاروبار په بېساري ډول ټکنی شوی دی. د کندهار ښار د "چهارسو" بازار، چې د سرو او سپینو زرو د پلور مرکز ګڼل کېږي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
نور راوښيه