د ویانا بهیر د پنځمې ناستې یو شمېر ګډونوال وايي، چې په ناسته کې له هرې شونې لارې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې او د یوې ملي اجماع د جوړولو پر سر سلا شوې ده.
کابل کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې ددې ډلې د مشر د پرېکړو، په تېره بیا د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په اړه د دریځ له امله د طالبانو د کابینې ډېری وزیران خوابدي دي او ځینو یې استعفاوې کړي چې نه دي منل شوي. خو د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته دا رد کړې ده.
په ویانا کې د طالبانو را غونډ شوي سیاسي او پوځي مخالفان وایي، د افغانستان د راتلونکې لپاره یې " جامع طرحې" جوړې کړي. دغه لسګونه سیاسي څېرې د ویانا بهیر پنځمه غونډه کې راټول شوي چې پرون سه شنبه پيل او نن هم دوام کوي. د طالبانو حکومت بیا دغه ډول غونډې " تکراري او بې ګټې" بولي.
په هلمند کې د جګړو له امله د زرګونو معلولینو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د مرستو کمښت او د معلولینو د امتیازاتو ځنډېدو یې وضیعت لا کړکېچن کړی دی.
د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
دا ناسته، چې " ویانا بهیر پنځمه غونډه" بلل شوې، د طالبانو د مخالفو جبهو مشرانو، یو شمېر افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، او ښځینه فعالانو په ګډون جوړه شوې، چې هدف یې د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه جوړول ښودل شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره د اوبو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی.
د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو په پاکستان کې د اسیا د اوومې دورې ازادې سیالۍ وګټلې.
د ملګروملتو امنیت شورا به ژر په افغانستان کې د یوناما د ماموریت پر تمدید د خبرو لپاره غونډه جوړه کړي. دا ماموریت د تېر کال د مارچ په ۱۵ مه د سږ کال د مارچ تر ۱۸ پورې تمدید شوی و.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په بلوچستان کې د دې هیواد له پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک او د دوی جبري ایستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه بللې ده.
روېټرز راپور ورکړی یو شمېر بهرني جنګیالي چې له عراق څخه تښتېدلي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوي دي.
نور راوښيه