د طالبانو حکومت تایید کړه چې د دوی د ادارو اسناد هک شوي، خو وايي چې ډېری لیک شوي اسناد د پخوانیو کلونو دي.
د تهران یوه قضايي چارواکي په دې ولایت کې د زرګونو زیانمنو افغان ماشومانو د تشخيص او پېژندلو خبر ورکړی دی.
د بې پولي خبریالانو ټولنه (RSF) په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو په فعالیتونو د بندیزونو زیاتېدل غندلي دي.
د بریتانیايي سیاستوالو له غوښتنې سره سره د انګستان کرکټ بورډ « ECB» وايي چې د روانې میاشتې د چیمپینز ټرافۍ (د اتلانو جام) سیالیو کې به له افغانستان سره لوبه بایکاټ نه کړي.
د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر ویلي په خپل کې د امنیتي ستونزو د حل کولو لپاره، افغانستان ته جرګه استوي. علی امین ګنداپور ویلي په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره دا جرګه به د مختلفو قومونو له استازو جوړه وي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د غنمو او اوربشو د اصلاح شویو تخمونو پر څېړنې کار کوي. چارواکي وایي، چې د دې څېړنې په پایله کې به د بزګرو حاصلات ډېر شي.
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۷ زره هیکټاره مځکه غنم کرل شوي، چې تمه ده راتلونکی کال به شاوخوا ۹۱ زره متریک ټنه حاصل ورکړي.
په تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه شپږمه ناسته کړې.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.
که څه هم زده کړې د هر وګړي اساسي او بنسټیز حق دی، خو ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې هر کال د بېلابېلو ستونزو او لاملونو له امله زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي.
نور راوښيه