د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

خپل هېواد ته د افغان کډوالو په راستنېدو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی


د تورخم په یوه کمپ کې راستانه شوي افغان کډوال نوم لیکنې ته ناست دي (آرشیف)
د تورخم په یوه کمپ کې راستانه شوي افغان کډوال نوم لیکنې ته ناست دي (آرشیف)

د کډوالو نړیوال سازمان IOM وايی، له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو په ستنیدو کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې ده او وايي چې د روان میلادي کاله له پیله د پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

IOM په خپل تازه راپور کې چې پرون د فبرورۍ په ۱۴مه خپور شوی ویلي دي چې د جنوري میاشتې د لومړیو دوو اونیو پرتله له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو کچه د یادې میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې ۱۳ سلنه زیاته شوې ده.

د جنورۍ په وروستیو کې نږدې لس زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

‏په راپور کې راغلي دی چې د روان کال د جنوري له ۱۶مې څخه د جنورۍ تر ۳۱ پورې شاوخوا لس زره کسان له پاکستانه په پنځو بېلابېلو سرحدي لارو افغانستان ته ایستل شوي دي.

د دې سازمان په ټکو، د پاکستان له بیلابیلو ښارونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له ویرې سره مله ده.

که څه هم وړاندې بېلابېلو پاکستاني چارواکو ویلي، دوی یوازې هغه افغان کډوال نیسي او شړي یې چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري، خو افغان کډوال بیا دا موضوع ردوي او وايي، پولیس اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان نیسي او ډیر شمیر يې بیرته افغانستان ته دپیورټ کوي.

پولیسو په اسلام آباد او راولپنډۍ کې تلاشۍ ډېرې کړي دي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو افغان کډوالو، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې امریکا تګ د تلو په مقصد د خپلو دوسیو د بشپړولو لپاره هلته تللی ازادي راډیو ته وویل چې نن- شنبې هم پولیسو په دې ښار کې تلاشۍ او د افغانانو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

په اسلام آباد کې یوه دېره افغان چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، آزادۍ راډیو ته وویل“خلک زښته زیات له ستونزو او اندېښنو سره مخامخ دي. په وروستیو څو ورځو کې مو ډېری خپلوان، همکاران او ګاونډیان چې ټول افغان کډوال دي، له اسلام اباده ووتل او د نورو ښارونو لیرې پرتو سیمو، پېښور او کوټې ته ولاړل،دا لړۍ اوس هم روانه ده، هره ورځ پولیس د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې عملیات کوي او افغانان نیسي.“

پاکستاني پولیس په اسلام آباد کې د افغان کډوالو اسناد ګوري (آرشیف)
پاکستاني پولیس په اسلام آباد کې د افغان کډوالو اسناد ګوري (آرشیف)

په راولپنډۍ ښار کې یوه دېره افغانه کډواله چې دا هم د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې افشا شي، ازادی راډیو ته وویل چې د خپلې کډوالۍ د دوسیې د مخته وړولو لپاره پاکستان ته تللې او اوس د شړل کېدو له ګواښ سره مخ ده.

دا وايي “موږ دلته په وېره کې اوسېږو. آن له کوره بهر راوتلی نه شو، ډېر کله چې له روغتیایي ستونزو سره مخ کېږو نو بهر نه وځو ځکه دلته تلاشۍ زښته زیاتې شوې دي. څو ورځې مخکې یې زموږ خپلوان چې ویزې یې هم درلودې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه وایستل او افغانستان ته یې ډیپورت کړل. زموږ د کورنۍ غړي مخکې په دولت کې وو، اوس بېرته افغانستان ته هم نه شو تللی هلته له ګواښ سره مخ کېږو.”

د افغانستان اقتصادي وضعیت او د راستنېدونکو راتلونکې

په عین حال کې یو شمیر افغانان چې په دې وروستیو کې افغانستان ته ستانه کړل شوي وایي په خپل هېواد کې هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

موږ په پاکستان کې هم ډېر ځورول کېدو او دلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ یو.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي او له پاکستانه تازه راستون شوي کډوال سالار ازادي راډیو ته وویل“دلته خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، موږ دلته هم خپله سرپناه نه لرو د بل چا په مېنه کې اوسېږو، له پاکستانه ځکه وایستل شوو چې بې اسنادوو وو، هلته هم ډېر ځورول کېدو او دلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ یو، وچکالي ده اوبه نه شته، کار او بار نه شته، نړیوال نه غواړو چې موږ سره مرستې وکړي.”

د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تر اوسه په ټولیزه توګه له ۸ لکه او ۲۴ زرو ډیر افغان کډوال په جبري ډول بیرته خپل هېواد ته ایستل شوي دي.

د یادونې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان د تیرکال په وروستیو کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون او دوه سوه زره بې اسناده افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

افغان کډوالو ته ورکړل شوي کارتونه او نوی لارښود

د پاکستان د حکومت د هغه لارښود په اساس، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمیشنرۍ د پاکستان څانګې شاوخوا دوه اونۍ مخکې پر خپل وټسپ چینل خپور کړی و، د افغان تابعیت اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال باید له لاهور او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي.

دا لارښود د راجستر د ثبوت یا PoR کارت لرونکو افغانانو ته خبر ورکوي، چې هغوی هم باید له دې سیمو کډه وکړي، که څه هم هغوی ته د روان کال د جون تر ۳۰مې پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که له دې لارښود څخه سرغړوونکي افغان کډوال ونیول شي، نو افغانستان ته به ډیپورټ یا په زور واستول شي.

د پاکستان د حکومت وروستی لارښود له هغو افغانانو څخه چې په دریمو هېوادونو کې د پناه غوښتنه یې کړې، غواړي چې د مارچ تر ۳۱مې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

افغانستان ته د دغو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په داسې وخت کې چټکه شوې چې په هېواد کې دننه خلک د بېوزلۍ، بېکارۍ او ګڼو بشري ستونزو له امله شکایتونه کوي.

XS
SM
MD
LG