د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۸

پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وځنډاوه


Afghanistan Pakistan
Afghanistan Pakistan

پاکستان د لسو ورځو په مخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی، خو اسلام اباد غواړي چې سږکال درې میلیونه افغان مهاجر له خپلې خاورې وباسي.

پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ ۳۱ نیټه ټاکلې وه. د پاکستان دا پریکړه د بشري حقونو د ډلو، د طالبانو حکومت او د ملګرو ملتونو سخت غبرګونونو پارولي دي. د هغو حکومتي اسنادو له مخې چې اسوشیتد پریس خبرې اژانس ترلاسه کړې دي د افغان کډوالو نیونې او شړنې باید سر له ننه( د اپریل لومړۍ) پيل شوې وای. خو د کوچني اختر د رخصتیو له امله د اپریل تر لسمې وځنډیدې. سره له دې د ځینو راپورونو له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او له دغه هیواده د هغوی د ایستلو لړۍ روانه ده.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا رییس میوند علمي ازادي راډیو ته وویل:

« افغانان بې نهایت زیات تشویش کې دي، ډيره زیاته اندیښنه لري. تقریبا ټولو ته یو ډول رواني حالت پيدا شوی دی، ځکه چې دوی دا درې نیم- درې کاله کیږي چې له افغانستانه راغلې دي دوی ټول شیان له لاسه ورکړې دي، نه کور ورته پاتې دی، نه ژوند ورته پاتې دی. موږ خو دلته شورا لرو او زه د شورا د مشر په صفت له دې افغانانو سره زیات په تماس کې یم. هره ورځ ماته په سلهاو مسیجونه و زنګونه راځي او وایي چې موږ به څه کوو»

پاکستان وایي چې درې میلیونه افغانان لاهم د دوی په هیواد کې دیره دي چې له دې ډلې یو میلیون درې لکه څلویښت زره کسان د ( پي-او-ار) کارتونه لري. اته لکه اووه زره څلور سوه دوه تنه د افغانستان د تابعت کارتونه لري او یو میلیون نور هیڅ قانوني اسناد نه لري چې د پاکستان له نظره غیرقانوني کډوال دي.

پاکستان وایي، هڅه به وکړي چې شړل شوي افغانان بیا پاکستان ته ورنه شي. چارواکو هغو افغانانو ته چې د افغانستان د تابعت کارتونه لري د مارچ تر یو دیرشمې وخت ورکړی وو چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي کنه نو له پاکستانه به په زوره وشړل شي. هغه افغانان چې د ثبت کارتونه لري کولی شي د جون تر دیرشمې پورې په پاکستان کې پاتې شي خو هغه افغانان چې په دریم هیواد کې د میشتیدو لپاره په تمه دي باید د مارچ تر یو دیرشمې نیټې پورې له پلازمینې اسلام اباد او ترڅنګ یې له راولپنډۍ ښار نه وتلي وي. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی به له نړیوالو دیپلوماتیکو ادارو سره کار وکړي چې افغانان نورو هیوادونو ته انتقال کړي او که دا کار ترسره نه شي نو دغه کډوال به هم له پاکستانه وایستل شي.

په لسګونو زره افغانان وروسته له هغه له خپل هیواده ووتل چې طالبانو په دوه زره یو ویشتم کال کې کابل ونیو دا خلک د امریکا د متحد ایالتونو د یوه ځانګړي پروګرام له مخې د بیا میشتیدو مستحق وبلل شول، ځکه چې دوی د امریکا له حکومت، رسنیو او مرستندویه ادارو او د بشري حقونو ډلو سره کار کړی وو خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د کډوالو پروګرام وځنډاوه چې له امله یې شاوخوا شل زره افغانان اوس له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

میوند علمي له پاکستان څخه د دغو کسانو لپاره د مهلت غوښتنه کوي:

« موږ د پاکستان له دولت نه یوه تقاضا لرو؛ لکه څرنګه چې یې له موږ سره دا څلویښت کاله، پنځه څلویښت کاله کومک کړی دی یو دوه درې کاله دې نور هم له موږ سره دا مرسته وکړي. دغو مهاجرینو ته دې لږ وخت ورکړي چې لږ تر لږه دا د منلو قضیې یې یو طرفه شي. په راتلونکو پنځو-شپږو میاشتو کې معلومیږي چې د دوی کیسونه ردیږي یا منل کیږي»

د طالبانو د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي چې پاکستان دا پریکړه په یو اړخیز ډول پرته له دې چې له ملګرو ملتو یا د دوی له حکومت سره مشوره وکړي، کړې ده.

پاکستان د افغان کډوالو د بهیر د اسانتیا لپاره په خیبرپښتونخوا کې دوه انتقالاتي مرکزونه جوړوي چې یو به یې د پیښور په ناصر باغ او بل به یې تورخم ته نژدې په لنډي کوتل کې وي.

XS
SM
MD
LG