د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرګونو ترافیکي پېښو له زیاتوالي وروسته، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د دغو پېښو د مخنیوي لپاره پر مسافر وړونکو وسایطو د ۱۰۵ کیلومتره فی ساعت سرعت محدودیت لګولی دی.
د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د سلواغې ۲۳مه د کندز ښار کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه.
د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په افغانستان کې د بېګم راډیو د خپرونو د بندېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون وضعیت خورا خراب دی.
د هرات د سیمهییز روغتون مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د سرطاني ناروغانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
په کندز ښار کې نن سهار یوې چاودنې، د طالب چارواکو په وینا، ۵ کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د شاون وانډایور په مشرۍ د افغان ایواک په نوم د امریکا د اوسنیو او پخوانیو پوځیانو یوې ډلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیټ هیګسیت ته لیک استولی او په هغه کې یې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د پروګرام ځنډول د متحدوایالتونو ملي امنیت ته ګواښ بللی دی.
امریکا د داعش د خراسان څانګې د وړتیاوو او فعالیتونو په اړه، چې په افغانستان او سیمه کې پراخ شوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بیکدلي، وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو اوږدمهاله شخړه د وروستیو بریالیو خبرو اترو له لارې حل شوې ده. نوموړي ویلي، د طالبانو د حکومت چارواکو ایران ته ډاډ ورکړی چې د سیستان او بلوچستان ولایت د اوبو د ستونزې په حل کې به لازمه همکاري وکړي.
په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړې غونډې سره همهاله یو شمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې په بریدونو کې وژل شوي، وايي نړیوال باید په افغانستان کې د جنګ جګړو د مخینوي لپاره له افغانانو سره په رښتیني توګه مرسته وکړي.
نور راوښيه