په لویځو هېوادونو کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وایي، ډیر ځله د کلتوري توپیرونو له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.
یو شمېر افغانان، په ځانګړې توګه ځوانان، ادعا کوي چې د بېکارۍ، امنیتي ګواښونو او نامعلومو سیاسي حالاتو له امله مجبوره شوي چې افغانستان پرېږدي او اروپايي هېوادونو ته ګډوال شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار راپور ورکړی چې متحدوایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په دې هېواد کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي.
د کابل سرینا هوټل، له دوو لسیزو وروسته، نن د فبروري په لومړۍ نیټه، په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه او د هوټل مدیریت یې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت ته وسپاره.
په پاکستان کې یو شمیر افغانان کډوال وايي، د پولیسو له ځورونو بیخي په تنګ شوي دي. دوی وايي، ژوند یې تریخ دی او د ستونزې د حل لپاره هم هیڅ لاره ه وینې.
د لندن د مري لیبن د کرکټ کلپ MCC پرون (د سلواغې ۱۲مه) اعلان وکړ چې په بهر کې د دېره افغان نجونو د کرکټ لوبډله به د کډوالو لومړنۍ ډله وي چې د دې کلپ په نوښت د کډوالو د کرکټ د ملاتړ لپاره د بسپنې د صندوق مرسته ترلاسه کوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې دېره یوشمېر افغان کډوال د ملګروملتونو پر اړوندو ادارو د نیوکو ترڅنګ وايي چې په دې ښار کې د افغانانو د نیونو او د کورونو تلاشیو زور اخیستی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې نږدې ۴۰ سلنه کورنۍ په دې هېواد کې د اوبو له کمښت سره مخ دي. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیرخلک هم وايي چې د اوبو سطحه یې په سیمو کې ډیره ټیټه شوې او دوی په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ شرایط پوره کوي. د یاد وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ خبرې روانې دي.
په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو او شړلو په دوام د دغه هیواد یو شمیر امنیتي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په کردستان او هرمزګان ولایتونو کې یې ۱۳۵۲ افغان کډوال نیولي دي. د نیول شويو او شړل شویو افغان کډوالو کورنۍ په دغه هیواد کې له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې په لا پریوتو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، چې اقتصادي بېثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې نږدې اته فیصده کم شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو ځنډېدل په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي. د دغه سازمان یوې لوړ پوړې چارواکي حنان بلخي د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا پر وتلو هم خواشیني ښودلې.
نور راوښيه