د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هیله څرګندوي چې د کمال خان بند پروژه به د افغانستان د وچکالۍ کچه راټیټه کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني لپاره د سفر معافیت، چې د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورکړل شوی، له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي مشر او د اسماعیلیه ۴۹م امام، کریم الحسیني (اغا خان)، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ځورونې او ایستلو په دوام، د دغه هېواد چارواکو تازه پرېکړه کړې چې له اسلاماباد او راولپنډۍ څخه راجستر شوي افغان کډوال وباسي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نامتو لوبغاړی راشد خان په شل اوریزو (T20) سیالیو کې د نړۍ د تر ټولو غوره توپ اچونکي لقب خپل کړ.
د تهران والي اعلان کړی چې د روان کال له پیله تر اوسه ۱۰۰ زره بې اسناده بهرني وګړي له نیولو وروسته له ایرانه ایستل شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سهشنبې په ورځ (سلواغې ۱۶) په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د "بیګم" په نامه د راډیو نشرات یې ځنډولي دي.
د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د ګڼو راپورونو د خپرېدو سره، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د دوی په رهبرۍ کې هېڅ ډول اختلاف نشته.
نن د فبرورۍ څلورمه د سرطان نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په نړیواله کچه د سرطان د مخنیوي، تشخیص، او درملنې په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان او کورنۍ یې د درملنې د محدودو امکاناتو له امله شکایت لري.
د افغانستان امریکایي پوهنتون ځینې محصلین وایي، د امریکا لخوا د مالي مرستو تر ځنډولو وروسته د دغه پوهنتون فعالیت هم درېدلی دی.
پاکستان د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې هغه افغانان، چې دوی له مخکې منلي یا یې د منل کېدو پر کیسونو غور روان دی او په دې هېواد کې انتظار باسي، ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ولېږدوي، کنه د مارچ له میاشتې وروسته به یې له خپلې خاورې وباسي.
نور راوښيه