د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې نږدې ۴۰ سلنه کورنۍ په دې هېواد کې د اوبو له کمښت سره مخ دي. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیرخلک هم وايي چې د اوبو سطحه یې په سیمو کې ډیره ټیټه شوې او دوی په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ شرایط پوره کوي. د یاد وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ خبرې روانې دي.
په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو او شړلو په دوام د دغه هیواد یو شمیر امنیتي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په کردستان او هرمزګان ولایتونو کې یې ۱۳۵۲ افغان کډوال نیولي دي. د نیول شويو او شړل شویو افغان کډوالو کورنۍ په دغه هیواد کې له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې په لا پریوتو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، چې اقتصادي بېثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې نږدې اته فیصده کم شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو ځنډېدل په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي. د دغه سازمان یوې لوړ پوړې چارواکي حنان بلخي د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا پر وتلو هم خواشیني ښودلې.
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند وايي، د هیوادونو استازي دې د میرمنو د حقونو د مبارزې لپاره باید کابل او کندهار ته سفر وکړي. فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، نړیوالې ټولنې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته د دغه هیواد خلکو ته شا کړې.
په نورستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسولان وايي، د یاد ولایت په دریو ولسوالیو کې يې کڼ شمېر شنې خونې جوړې کړې دي.
د ایران ځینو امنیتي چارواکو له طالبانو سره د سرحدي کرښو د ټاکلو پر سر د اختلاف خبر ورکړی دی.
د امریکا د کانګرس ځینو دیموکراتو غړو دې هیواد ته د افغان کډوالو د انتقال پروګرام د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت له خوا د دوی معاشونه ځنډول شوي دي.
کور په کور، پوله په پوله، په دفترونو او هم په موټرو کې ستاسې ملګرې راډیو، ازادي راډیو ۲۳ کلنه شوه.
نور راوښيه