د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ایران د افغان کډوالو د کاروبارونو پر ضد محدودیتونه پراخ کړي


په تهران کې د یو عمومي بازار یوه څنډه
په تهران کې د یو عمومي بازار یوه څنډه

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام، د دغه هېواد د هرمزګان ولایت د قشم ښار څارنوال ویلي، ۷۰۰ سوداګریزو واحدونه یې تړلي، چې د ده په خبره، د "غیرمجاز بهرنیو وګړو" له خوا اداره کېدل. نوموړي دا اقدام د هغوی د "تنظیم او کنټرول" لپاره مهم بللی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې امید مهدوي محد د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د "غیرمجاز بهرنیو وګړو" لپاره د کورونو او سوداګریزو واحدونو کرایه ورکول یا پلورل منع دي. نوموړي زیاته کړې، چې معامله کوونکي د قانون له مخې مجرم پېژندل کېږي او جایدادونه به یې مهر او لاک شي.

افغان کډوال: "کار نشته، ټول باسي"

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال هم د سختو شرایطو او مخ پر زیاتېدونکو ستونزو شکایت لري.

یو افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او ځای یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:

"ماښام وو، ټول یې ونیول، د کار له ځایه یې د ډیپورټي مرکز ته بوتلو. زه او ملګری مې د سودا په بهانه وتښتېدو. ټول یې له کاره ایستلي، نه پوهېږو، دلته به مو وضعیت څنګه شي. ټولې کارخانې یې تړلي، چاته کار نه ورکوي. ایرانیان ټول باسي، وضعیت ډېر خراب دی. موږ راغلي یو چې کار پیدا کړو، خو اوس د مخکې په شان نه دی."

یوې بلې افغانې کډوالې، ګوهر شاد، هم ازادي راډیو ته وویل:

"ایران کې ژوند ډېر سخت دی، ستونزې ډېرې دي. زامنو مې دوکان خلاص کړی و، خو اصلاً نه یې پرېږدي چې کار وکړي. افغانستان ته هم نشو تللی، دلته ژوند ډېر سخت دی، اقتصادي وضعیت مو هم خراب دی، دوکانونه ټول تړي."

تر دې مخکې، د ایران د "یزد" ولایت پولیسو اعلان کړی و، چې ۱۹ سوداګریز مرکزونه یې د غیرقانوني کډوالو د ګمارلو له امله تړلي.

په ایران کې افغان کډوال له دې وړاندې هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوي. د بېلګې په توګه:

  • له نانوایانو څخه پرې د ډوډۍ اخیستلو ممنوعیت
  • د کار او ماشومانو پر زده کړو یې بندیزونه
  • د بانکي حسابونو محدودیت
  • ځورونه، نیونه او جبري شړل

د سېمې نورو هېوادونو کې هم افغان کډوال تر فشار لاندې دي

د ګډې کډوالۍ مرکز (MMC) د فبروري په ۵مه په خپل راپور کې ویلي، چې افغان کډوال په ایران، ترکیه او تاجکستان کې نه یوازې د توقیف او اخراج له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي، بلکې د حکومتي مامورینو له خوا ورسره تاوتریخوالی هم کېږي.

دغه سازمان زیاتوي، چې افغان کډوال په دې هېوادونو کې له خرابو شرایطو او کړاوونو سره مخ دي، چې د دوی د زیاتېدونکي زیانمنتیا ښکارندويي کوي.

تازه، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر ډیسمبر پورې یې، څه باندې ۱.۲ میلیونه بې اسناده افغانان ثبت کړي، چې له ایرانه افغانستان ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG