په کندهار کې د سړک د غاړې خوړو پلورونکي هره ورځ خلکو ته خوندور او ارزانه خواړه برابروي او له دې لارې زرګونه کسان د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کوي.خلک وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په رستورانټونو کې خواړه نشي خوړلای، نو د سړک غاړې خوراکي توکي د هغوی لپاره غوره بدیل دی.
د خوړو نړېوال پروګرام «ډبلیو ایف پي» وایي چې د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه اوونۍ کې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي.
نږدې ۲۰۰ افغان کډوال د کډوالۍ د ځانګړو ویزو يا (اس اى وي) د پړاونو له بشپړېدو وروسته له فیلیپین هېواد څخه متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.
ډونالډ ټرمپ به نن- د جنورۍ ۲۰ مه له لوړې وروسته د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه رسما خپل کار پیل کړي. ټرمپ به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه خپلې چارې مخ ته یوسي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي انتخابیدو وروسته، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د افغانانو ترمنځ دا بحثونه زیات شوي چې د افغانستان په اړه به د واشنګټن په دریځ کې څه بدلون راشي.
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې درې کلن ماموریت یې پای ته رسېدلی، یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي هغه ۸۸۲ افغان کډوال بېرته د پاکستان له زندانونو راخلاص شوي چې د کډوالۍ له کارتونو سربېره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو. د دغه وزارت په بیان کې راغلي دا کسان همدا جنوري میاشت نیول شوي وو او د دوی په هڅو بېرته راخوشې شوي.
د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال او په افغانستان کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ وايي اقتصادي وضعیت یې خورا ترینګلی دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کلونو کې چارجي څراغونه، د دودیزو تېلي څراغونو پر ځای زیات کارول کېږي او دغه شان د پخوانیو تیلي ګیسونو ځای هم ګازي ګیسونو نیولی دی.
یو شمېر پاکستاني کاروباریان وايي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ستنولو د دوی په کاروبار بد اغیز کړی دی.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې شدید ورښتونه شوي چې له امله یې ان لویې لارې بندې شوې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز مخالفت وکړ.
نور راوښيه