د هرات د سیمه ییز روغتون ځینې چارواکي وايي، چې په تیرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې د ګازو نیولو ۱۲۳ پېښې ثبت شوې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې، افغانستان ته د لا زیاتو مجرمینو د لېږلو لپاره د هڅو د زیاتوالي خبر ورکړی. نانسي فایزر، دا موضوع یوه ورځ وروسته له هغه راپورته کړه، چې یو افغان کډوال په چړو د یوه وژونکي برید په تړاو ونیول شو.
نن په نورو هېوادونو کې د زده کړو نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په دې ډګر کې د پرمختګونو لوړو موخو ته رسېدلي او لا یې هم د ځلولو په لټه کې دي.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو حکومت د تعلیم او تحصیل په برخه کې د تېرو دوو لسیزو پرمختګونه نژدې یو مخ له منځه وړي دي.
د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د طالبانو د سترې محکمې د ریس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د بشري حقونو د بیلابیلوبنسټونو او د معترضو ښځو له هرکلی سره مخ شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر «یوناما» د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو میلیونونو افغان نجونو په اړه ژور خفګان او اندیښنه ښودلې چې لا د زده کړو له بنسټز حقه محرومې دي.
یوناما نن په یوه اعلامیه کې ویلي نږدې څلور کاله کېږي واکمنو طالب چارواکو له ۱۲ کلونو پورته افغان نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي دي.
ګڼو بنسټونو او چارواکو د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم په باب عکس العمل ښوولی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شمیر استازو، د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرام د ځنډولو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرايي فرمان د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
د کریم خان د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د راټولو شویو شواهدو پر اساس، د دغو طالب مشرانو د نیولو لپاره معقول دلایل شته.
د طالبانو حکومت د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون، ادعا کوي چې بهرني اتباع، په ځانګړي ډول پاکستانیان او تاجکستانیان، په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې دننه د بریدونو په طرحه او ترسره کولو کې ښکیل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا «یوناما» وايي په افغانستان کې طبعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي.
نور راوښيه