طالبانو د افغانستان کورنیو رسنیو ته امر کړی چې ټولې ثبتي سیاسي خپرونې دې بندې کړي. د افغانستان په کورنیو رسنیو کې یو شمیر سرچنیو ازادي راډیو ته د طالبانو تازه بندیز تایید کړی دی.
د جرمني پولیس وايي، د مونیخ په ښار کې پر عام خلکو د موټر د وربرابرولو د پېښې په تړاو یې یو ۲۴کلن شکمن افغان نیولی دی. په دې پېښې کې ۲۸ کسان ټپیان شوي وو. د جرمني صداعظم ویلي، تورن افغان دې مجازات او له جرمني وشړل شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له یو میلیون زیاتو افغان کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو مشر وايي، هر فرمان یې د علماوو په مشوره او له قران او حدیث څخه اخیستل شوی د خدای تعالی امر دی. هبت الله اخندازاده دا خبره په کندهار پوهنتون کې یوې غونډې ته وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي، په افغانستان کې په وسلوالو لیکو کې د ماشومانو د استخدام په اړه اندیښنه ښودلې.
راپورونه وايي چې په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه شوې.
د ترکیې ولسمشر د فبروري په دوولسمه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسيد. د پاکستان ولسمشر آصف علي زداري او صدراعظم شهباز شريف یې په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.
د انټرنیټ، ټولنیزو، ډیجیټلي او تصویري رسنیو د فعالیت له پراخېدو سره سره لاهم راډیو په افغانستان کې خپل ارزښت ساتلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې د (ACAPS) سازمان له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د کاروبار کوونکو ښځو شمېر لا هم د طالبانو د بیا واکمنېدو مخکېني وضعیت ته نهدی رسېدلی او په" نامتناسب ډول" ټیټ پاتې شوی دی.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرګونو ترافیکي پېښو له زیاتوالي وروسته، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د دغو پېښو د مخنیوي لپاره پر مسافر وړونکو وسایطو د ۱۰۵ کیلومتره فی ساعت سرعت محدودیت لګولی دی.
د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د سلواغې ۲۳مه د کندز ښار کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه.
نور راوښيه