د افغانستان د کورنیو رسنیو څو سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې، چې د طالبانو د حکومت د غوښتنې پر بنسټ ټولې هغې خپرونې چې سیاسي بحثونو په کې کیدل د پنجشنبې له ورځې بندې شوي دي.
له دې وړاندې د روان ۱۴۰۳کال په میزان میاشت کې طالبانو په ټولو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو خپرول بند کړي وو، او د رسنیو له مسوولین یې غوښتي وو، چې دا خپرونې دي په ثبتي بڼه خپروي.
هغه وخت د رسنیو ځینو کارکونکو ویلي وو چې په خپرونو کې ګډونوال میلمانه هم د طالبانو له خوا د یو ورکړل شوي لیست څخه انتخابیدیږي.
خو د طالبانو د حکومت د تازه غوښتنې پر بنسټ، اوسمهال د ټولو هغوو سیاسي خپرونو پر خپریدو هم بندیز لګول شوی چې مخکې یې په ثبتي بڼه د خپریدو اجازه ورکړل شوې وه.
موږ په دې باور یو چې واکمنه اداره یو استبداي اداره ده، او د استبدادي ادارې تر ټولو لویه نښه همدا وي چې غواړي له خلکو د نیوکې حق واخلي او خلک خاموشه کړي، چې په تیرو دریو کلونو کې دا حق له افغانانو اخیستل شوی دیاروپا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې مشر حامد عبیدي
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو کلتور وزارت یا نورو ادارو په دې اړه رسما تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ازادي راډیو ته یوې سرچینې وویل چې ښايي د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکي د تازه بندیز په اړه راتلونکې شنبې د رسنیو له مسوولینو سره ناسته ولري.
خو د یوې رسنۍ پر سیاسي خپرونو بندیز په څه مانا دی؟ په اروپا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې مشر حامد عبیدي وايي، طالبان هڅه کوي، په افغانستان کې د خلکو د نیوکې غږ د تلویزیونونو د سیاسي خپرونو په بندیز سره خاموشه کړي.
"د ټلویزیونونو پر سیاسي خپرونو بندیز په کلکو ټکو غندم، له بدمرغه واکمنې ادارې په تیرو دریو کلونو کې سخت بندیزونه د رسنیو پر فعالیتونو وضعه کړي او دا یې بله بیلګه ده، موږ په دې باور یو چې واکمنه اداره یو استبداي اداره ده، او د استبدادي ادارې تر ټولو لویه نښه همدا وي چې غواړي له خلکو د نیوکې حق واخلي او خلک خاموشه کړي، چې په تیرو دریو کلونو کې دا حق له افغانانو اخیستل شوی دی ".
د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ملاتړ سازمانونه او فعالان وايي، طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنۍ راهېسې دغلته په ځايي ژبو د نړیوالو رسنیو خپرونې لا دمخه محدودې کړي او په کورنیو رسنیو یې هم پرلپسې محدودیتونه لګولي چې په نتیجه کې یې ګڼې چاپي او تصویري رسنۍ بندې شوي او هغه چې پاتې دي د طالبانو د حکومت د بیلابیلو ادارو د سخت سانسور لاندې کار کوي.
د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې د امربالعمروف اونهي عن المنکر په یو نوم یو قانون نافذ کړ چې پر بنسټ یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګول شو.
د دې قانون په نافذیدو سره د خوست، بادغیس، هلمند، نورستان، تخار او میدان وردګ په ګډون په ډیر شمیر ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي تلویزیونو او د یو شمیر خصوصي تلویزیونونو نشرات بند او یا هم په غږیز ډول شول.