د جرمني حکومت وايي چې افغانستان ته د هغو کسانو د ایستلو لپاره د الوتنو پلان تراوسه نه دی جوړ شوی چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي.
د جرمني د حکومت ویاند ستیفن هیر بیسترایټ پرون وویل چې چارواکو که څه هم افغانستان ته د مجرمو افغان کډوالو د استولو پر پلان جدي کار پیل کړی دی، خو د دې الوتنو وخت نه دی معلوم.
د جرمني راروان انتخابات او د دې پېښې احتمالي اغېز
دا څرګندونې په داسې یوه حساس وخت کې کېږي چې په پام کې ده د جرمني خلک د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ چې د فبروري ۲۳مه نېټه ده، په عمومي انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رایو مرکزونو ته ولاړ شي.
د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي، دا وېره شته چې په راروانو انتخاباتو کې به د هغو ګوندونو پلویان ډېر شي چې له کډوالو سره د مخالفت جدي سیاستونه تعقیبوي "د مونشن پېښه به بې له شکه د ښي اړخو ګوندونو پلویان لازیات کړي. ښي اړخي نظرونه یا هغه منځلاري ګوندونه چې تراوسه د منځلارو په توګه مطرح وو، هغوی به هم د کډوالو او د کډوالۍ په قوانینو کې سخت ګامونه واخلي. او د دې اساسي دلیل همدا دی چې په جرمني کې په تېر یوه کال کې په ځانګړي ډول ډېرې داسې پېښې وشوې چې عاملین یې کډوال یا پناه غوښتونکي وو."
د جرمني حکومت د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په پای کې د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکېل بلل شوي وو، په یوه الوتکه کې افغانستان ته واستول.
یوشمېر افغان کډوال چې له کلونو راهیسې په جرمني کې دېره دي وايي، وروستۍ پېښه به په عامو جرمنانو کې د افغانانو حیثیت ډېر زیانمن کړي. جاوید مموزی په مونشن کې په همغه ښار کې دېره دی چې د پنجشنبې ورځې پېښه پکې وشوه. ښاغلي مموزي آزادۍ راډیو ته وویل" زه د یوه افغان په صفت چې تقریبا ۱۸ کاله کېږي چې په مونشن کې ژوند کوم او په جرمني کې مې ۲۴ کاله کېږي، ډېر زیات خپه کېږمه. ځکه د افغانانو رنګه بدېږي، افغانانو دلته ډېر ښه ژوند تېر کړی. موږ ډېر درانه افغانان لرو چې کار یې کړی، زحمت یې ایستلی، اولادونه یې درسونه وايي. خو له بده مرغه دا یوه نه څوومه پېښه ده چې د افغانانو په نوم ثبتېږي. دا زما لپاره ډېره دردوونکې ده."
د افغان کډوالو ستنول او د طالبانو د همکارۍ اړتیا
د مونشن له پېښې وروسته د جرمني د کورنیوچارو وزیرې نانسي فایزر ټینګار وکړ چې خپل هېواد ته د مجرمو افغان کډوال ایستل به دوام وکړي خو هغې وویل دا کار به ګران وي ځکه د هغې په وینا په دې بهیر کې به په هر صورت د طالبانو له حکومت سره مستقیم یا غیرمستقیم تماس ته اړتیا وي.
د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده. د جرمني دویچه ویلي راډیو د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، موږ په جرمني کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو بیاپیل ته لېوالتیا ښودلې ده چې د مهاجرت ټول اړخونه پکې شامل دي.