په جرمني کې په وروستیو پېښو کې د افغانانو ښکلتیا په دې هېواد کې میشت افغان کډوال انديښمن کړي دي.
د جرمني په فرانکفورت ښار کې محمد داود لودین چې دوه کاله وړاندې له افغانستانه فرانکفورت ته راګډه شوی وايي، په جنايي پېښو کې د افغانانو ښکلتیا د انديښنې وړ ده.
د لودین په ټکو، سره له دې چې ډیر شمیر افغان کډوال په جرمني کې د دې هېواد له امکاناتو ګټه پورته کوي او هوسا ژوند لري، خو بیا هم یو شمیر یې جرمونه ترسره کوي.
"کله چې زه جرمني ته راغلم، دې خلکو ماته ډیر قدر راکړ، موږ ته یې د ژوند ټول امکانات برابر کړل، حتی هغه امکانات چې موږ په خپل هېواد که نه درلودل، د دې پر ځای چې د دې خلکو د ټولو قدرونو ستاینه او مننه وکړو، هغوي سردرد جوړوو او جرمونه کوو ".
هغه امکانات چې موږ په خپل هېواد که نه درلودل، دلته په جرمني کې یې موږ ته راکړل، د دې پر ځای چې د دې خلکو د ټولو قدرونو ستاینه او مننه وکړو، هغوي سردرد جوړوو او جرمونه کووپه جرمني کې میشت داود لودین
لودین وړاندې وايي، د مونیخ پېښه چې د پنجشنبې په ورځ وشوه، ښايي دلته د افغان کډوالو پر ژوند منفي اغیز وکړي.
د پنجشنبې په ورځ یو کس د کارګرو د ټولنې پر یوه لاریون خپل موتر وربرابر کړ چې ۲۸ کسان په کې ټپیان شول.
د جرمني پولیسو ویلي، نیول شوی شکمن کس یو ۲۴کلن افغان دی.
د جرمني د بایرن ایالت پولیسو ویلي، دا شکمن افغان له دې وړاندې له مغازو د غله او د نشه یې توکو له قانون څخه په سرغړونې د پولیسو پام ځانته اړولی و.
په جرمني کې میشته افغانه خبریاله او دکډوالو د حقونو فعاله شرمیلا هاشمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، "دا شکمن کس له ۲۰۱۶ کال راهیسې په جرمني کې ژوند کوي او د پناه غوښتنه یې رد شوې ده ".
د شرمیلا په ټکو، " هرکله چې افغان کډوال دلته په یوه پېښه کې تورن پیژندل کیږي، د افغانانو ټولنه خپه کوي، خو نژادپرستان او ښې اړخي بیا ځکه خوشاله کیږي، چې هغوي غواړي وښايي چې په جرمني کې کډوال یوازې جرم، جنایت او وحشت ترسره کوي او بس، متاسفانه دا خبرې اوس دلته نور هم ډیرې شوي او خلک په دې باورمند شوي چې کډوال په ځانګړې توګه مسلمان کډوال د جرمني په ټولنه کې ځای نه لري ".
د پنجشنبې ورځې له دې پېښې وروسته د جرمني صداعظم اولاف شولتس دا پېښه وحشتناکه بللې او ویلي دي، شکمن افغان کډوال دې مجازات او له جرمني وشړل شي.
شکمن افغان کې مجازات او له جرمني دې وشړل شيد جرمني صداعظم اولاف سولتس
د جرمني په مونیخ ښار کې یو افغان کډوال په داسې حال کې پر عام خلکو د موټر د وربرابرولو د پیښې په تړاو نیول کیږي، چې په همدې ورځ د جرمني په یو بل ښار کې د یو تورن افغان محکمه روانه وه.
دغه افغان کډوال چې د "سلیمان اې " په نوم سره معرفي شوی د تیر کال په مې میاشت کې یې د جرمني په منهایم ښار کې د ښې اړخو پر یوې غونډې برید کړی وه او د یو پولیسو په ګډون څو نور کسان ټپیان کړي وو.
ټپي شوي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړې وه.
د سلواغۍ میاشتې په پیل کې د چړې په برید کې د جرمني په بایرن ایالت کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي وو.
له پېښې وروسته پولیسو ویلي و، یو ۲۸کلن شکمن افغان یې نیول دی.
دغو پرله پسې پېښو په جرمني کې میشت افغان کډوال اندښمن کړي او ښايي افغانستان ته د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې زیاتوالی راشي.
له وړاندې جرمني د روان ۱۴۰۳ کال په سنبلې میاشت کې په یوه چارتر پرواز کې ۲۸ افغانان بیرته افغانستان ته ډپیورټ کړي وو.
جرمني ویلي و، دا افغانان مجرمین دي.