د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د (د فبرورۍ ۲۰) له کاناډایي-امریکایي خبریالې کاترین هریج سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له لوري د ترهګرو ډلو د ځپلو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، طالبان په ځینو مواردو کې د ترهګرۍ ضد همکاري کوي، خو په ځینو نورو کې بیا دا همکاري نه تر سترګو کېږي.
له امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجرایوي فرمان او ځینو هېوادونو ته د هغوی د لېږد په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته یو شمېر هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته ننوتي له یاد هېواده یې د ایستلو په اړه اندېښمن دي.
وروسته له هغې چې د ایران په مهدیشهر سمنان کې یو افغان د یوه ۲۸ کلن ایرانی ځوان په وژل کېدو تورن شو، دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ضد اعتراضونو زور اخیستی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (یو ان اچ سي ار) وایي، د افغانستان وضعیت لا هم د نړۍ له شدیدو ناورینونو څخه دی.
د سختې واورې او طوفانونو له امله، د افغانستان د یو شمېر ولایتونو لویې لارې او سړکونه، چې بېلابېل ولايتونه له يو بل سره نښلوي بندې شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸ یمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي. دا غونډه به د روانې فبرورۍ پر ۲۴مه پیل او کابو یوه نیمه میاشت دوام وکړي.
په ویانا کې د طالبانو د حکومت د سیاسي او پوځي مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه پرون چهارشنبه پای ته ورسېده. ګډونوالو یې په یوه اعلامیه کې د لنډمهالي یا عبوري حکومت جوړېدل غوښتل او په ټکو یې نړیواله ټولنه باید له دوی سره په دې هدف کې مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طالبانو د لاس وهنې له امله د بشري مرستو ۵۶ پروژې په تېره جنورۍ میاشت کې ځنډېدلې دي.
متحده ایالاتو ته د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خپرو شویو راپورونو، د دغه پروګرام په شرایطو د برابرو کسانو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د شارژدافیر پر څرګندونو سخت غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې افغانانو سره په پاکستان کې په درنښت چلند کېږي.
نور راوښيه