د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالنا بایربوک د اوکرایین پلازمېنې کیف د جرمني د بهرنۍ چارو د وزیرې په توګه په خپل وروستي سفر کې ویلي، "باور لرم اوکراین د امریکا متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د سولې د تړون د لاسلیک لپاره چمتو دی."
خو د بایربوک په ټکو، "د روسیې نیت په شک کې دی او مسکو د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو کې د وخت تېرولو او اخیستلو هڅې کوي او په حقیقت کې د جګړې پای ته رسولو هیله نه لري."
د روسیې نیت په شک کې دی او مسکو د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو کې د وخت تېرولو او اخیستلو هڅې کوي او په حقیقت کې د جګړې پای ته رسولو هیله نه لريد جرمني د بهرنیو چارو وزیره
هغې زیاته کړه، اوکراین د روسیې سره د سمدستي اوربند لپاره تیار دی خو د هغې په خبره، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ظاهرا چمتووالی ښيي خو په حقیقت کې د جګړې د دوام له خپلو موخو نه شاته کېږي.
هغې له امریکا وغوښتل چې د روسیې تاکتیکونو ته تسلیمه نه شي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ روسیه ګواښلې که د اوکراین د اوربند له طرحې سره مخالفت وکړي نو د نویو تعرفو سره به مخ شي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د NBC نیوز سره په ټلیفوني مرکه کې وویل، د پوتین وروستیو څرګندونو چې د اوکراین لپاره د انتقالي حکومت د رامنځته کولو خبره یې کړې، دی "ډېر غوسه" کړی دی.
د ټرمپ په خبره، که روسیه د هغه د سولې د پالیسیو پر وړاندې خنډ شي نو د روسیې پر تېلو به د ۲۵ تر ۵۰ سلنې تعرفې وضع کړي.
دونالد ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې او د ولسمشرۍ د پیل راهیسې څو ځله اعلان کړی چې د اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسوي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف د روانې اونۍ په پیل کې وویل، مسکو له واشنګټن سره د اوکراین د سولې د ټینګېدو لپاره کار کوي.
د سولې وړاندیز تل سوله نه وي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې همداراز وویل، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شي او امریکا ته به دا روښانه کړي چې "موږ باید د پوتین د ځنډونې تاکتیکونو ته تسلیم نه شو."
د انالنا بایربوک په وینا "د سولې وړاندیز تل سوله نه وي."
هغې په دې سفر کې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې جرمني به اوکراین ته نور ۱۳۰ میلیونه یورو مرسته ورکړي.
له هغه راهیسې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې پر اوکراین غیر موجه یرغل کړی دا کییف ته د اغلې بایربوک لسم سفر دی.
تمه کیږي چې د جرمني نوی حکومت به تقریبا درې اونۍ وروسته خپل کار پیل کړي.