د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وايي، په وسلوالو لیکو کې د ماشومانو استخدام په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د پراخ ناورین یوه برخه ده.
بنیټ د فبروي په ۱۲مه د ماشومو سرتيرو د استخدام پر ضد د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، پر زده کړو بندیز، د ماشومانو کار او اقتصادي کړکیچ ماشومان د وسله وال تاوتریخوالي پر وړاندې لا زیانګالي کوي.
ښاغلي بنیټ ټینګار کړی چې د زده کړې او معیشت ساتنه د ماشومانو ساتنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کورنیو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې اقتصادي ستونزو دوی اړ کړي چې خپل ماشومان وسله والو لیکو ته ولیږي.
په کندهار کې یوه میرمن چې د خپلې کورنۍ سرپرسته هم ده او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي وايي، د کمزوري اقتصاد له امله اړه شوه چې خپل ۱۶ کلن زوی د طالبانو لیکو ته ولیږي.
هڅه مو وکړه په دې هکله له نورو کورنیو سره هم وغږیږو خو ونه توانیدو.
دا چې د طالبانو په لیکو کې ماشومان شته که نه د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې بېلابیلو طالب چارواکو په دې اړه ادعاوې رد کړې دي.
د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې یو انسان د زېږون له ورځې تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.
افغانستان په ۱۳۷۳ لمریز کال کې له دې کنوانسیون سره یوځای شوی دی.
د ماشومانو د حقونو ملاتړي هم وايي بېوزلۍ او د کورنیو تر منځ د ماشومانو د حقونو په برخه کې د پوهاوي کموالی په وسله والو فعالیتونو کې د ماشومانو د استخدام لاملونه دي.
د تیر جمهوري نظام د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ماشومانو د ملاتړ پخوانی رئیس نجیب الله ببرکزی په وسلوالو لیکو کې د ماشومانو د استخدام د ناوړه پایلو په اړه وايي: «هغه ګواښونه چې دوی ورسره مخامخ کیږي، د دوی د ژوند خطر دی، له تعلیم او تحصیل څخه د دوی د پاتې کیدو خطر دی، د دوی د ناوړه ګټه اخیستنې، استثمار او د جنسي تیري او نورو اخلاقي مسایلو خطر پکې په جدي توګه موجود دی.»
تر دې مخکې په تیر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو او هم د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو د استخدام په اړه د نړیوالو سازمانونو له خوا راپورونه خپاره شوي دي.
په وسله والو فعالیتونو کې د ماشومانو د استخدام په اړه دا اندیښنې داسې مهال دي چې د فبروري ۱۲مه د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومو سرتيرو د استخدام پر ضد د نړيوالې ورځې په توګه نومول شوې.
دا ورځ د «سره لاس» په نوم هم یادیږي چې په جګړه کې د ماشومانو له کارولو سره د مخالفت یو نړیوال سمبول دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې لسګونه زره ماشومان په وسله والو جګړو کې ګډون ته اړ شوي چې دا د دوی د حقونو جدي سرغړونه ده.