د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۷ زره هیکټاره مځکه غنم کرل شوي، چې تمه ده راتلونکی کال به شاوخوا ۹۱ زره متریک ټنه حاصل ورکړي.
په تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه شپږمه ناسته کړې.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.
که څه هم زده کړې د هر وګړي اساسي او بنسټیز حق دی، خو ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې هر کال د بېلابېلو ستونزو او لاملونو له امله زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو مرستو او د افغان پناهغوښتونکو د منلو پروګرام د ځنډېدو په غبرګون کې، یوه ډله امریکايي سناتورانو د امریکا د دفاع، بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ته په یو لیک کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان د پاکستان د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په زرګونو افغان کډوال چې متحده ایالاتو او نورو ځایونو ته د کډه کیدو په تمه دي، بیرته افغانستان ته استوي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هیله څرګندوي چې د کمال خان بند پروژه به د افغانستان د وچکالۍ کچه راټیټه کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني لپاره د سفر معافیت، چې د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورکړل شوی، له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي مشر او د اسماعیلیه ۴۹م امام، کریم الحسیني (اغا خان)، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ځورونې او ایستلو په دوام، د دغه هېواد چارواکو تازه پرېکړه کړې چې له اسلاماباد او راولپنډۍ څخه راجستر شوي افغان کډوال وباسي.
نور راوښيه