په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، دا مهال تر یو میلیون ډېر افغان ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله په سختو او خطرناکو کارونو بوخت دي.
نصیراحمد فایق د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د فبروري په ۱۲مه) د ملګرو ملتونو په مقر کې د ټولنیز پرمختګ د کمیسیون په ۶۳مه غونډه کې وویل چې افغانستان لا هم له یوه پراخېدونکي بشري ناورین سره مخامخ دی.
نوموړي د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د بندیز په دوام ژوره اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې افغان ځوانان له زدهکړو او پرمختګ څخه محروم شوي دي.
هغه ټینګار وکړ چې زدهکړه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ اساسي بنسټ دی، خو په خبره یې دا بنسټونه په افغانستان کې په سیستماتیک ډول له منځه وړل کېږي.
په افغانستان کې یو شمېر کارګر ماشومان هم له خپل ژونده شکایت لري او وایي، د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته نه شي تللی او اړ دي چې کار وکړي.
زدهکړه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ اساسي بنسټ دی، خو په خبره یې دا بنسټونه په افغانستان کې په سیستماتیک ډول له منځه وړل کېږي
۱۰ کلن محمد چې د کابل اوسېدونکی دی، د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره له خپلې خور او ورور سره د ښار په واټونو کې کار کوي، هغه رادیو ازادي ته وویل:
"زما پلار ایران ته تللی دی. دا زما خور او دا مې ورور دی. موږ هره ورځ له ۵۰ افغانیو څخه زیات نه شو ګټلی، هغه هم یوازې وچې ډوډۍپرې اخلو. غواړم زه، زما ورور او خور مې ښوونځي ته ولاړ شو، خو پیسې نه لرو چې جامې، قلم او کتابچه واخلو، نو ځکه ښوونځي ته نه ځوو."
اجمل چې ۱۳ کلن او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی هم د خپلې کورنۍ یوازینی ډودۍ ګټونکی دی.
نوموړی وایي، پلار یې مریض دی او کار نشي کولی، نو اړ دی چې سخت کارونه وکړي، له همدې امله له زدهکړو پاتې شوی دی:
"زموږ په کور کې بل سرپرست نشته، یواځې زه یم چې کار کوم. درې خویندې لرم، مور مې ده او پلار مې، پلار مې مریض دی. زه په تورخم کې د خلکو بارونه وړم."
یو شمیر کورنۍ هم له بد اقتصادي وضعیت شکایت کوي او وایي، نشي کولی د خپلو ماشومانو اړتیاوې پوره کړي.
عبیدالله، چې د پروان ولایت اوسېدونکی او د څلورو ماشومانو پلار دی، وایي:
*“زه هیله لرم چې زما ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي، خو بودیجه یې نشته. زه باید هغوی ته جامې، قلم او کتابچې واخلم، خو زما سترګې کمزورې دي، درانه کارونه نه شم کولای. زما یوازینۍ هیله دا ده چې زما ماشومان زده کړې وکړي او د دوی راتلونکی ښه شي."
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خرابېدونکي وضعیت په اړه بې پروا پاتې نشي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او ځوانان باید هېر نه شي.
مخکې هم د یو شمیر نړیوالو سازمانونو لخوا د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنې مطرح شوې وې.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) تیر کال په یوه راپور کې ویلي وو چې نږدې ۴۰ سلنه ماشومان د کورنیو د بې ځایه کیدو او کډوالۍ، طبیعي پیښو، د ناچاودو توکو په اړه اندیښنو او د نارینونو پرمهال په ماشومانو او کورنیو باندې د فشار له امله له سختو روحي او رواني ناروغیو سره مخ شوي دي.