د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوي اجراییوي فرمان، چې په هغه هېواد کې د کډوالو د منلو پروګرام ځنډوي، د افغان متحدینو او د هغوی د ملاتړو اندېښنې راپارولي دي.
په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت او د خوراکي نه خوندیتوب په اړه د اندېښنونو په دوام نړیوال بانک ویلي چې اوس مهال افغانستان د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخ دی او ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه افغانان چې د دې هېواد د ټول نفوس ۲۵ سلنه جوړوي د کافي خوړو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
په افغانستان کې یوشمېر مدني فعالان وایي چې د دوی په سازماني یا ډله ییزو فعالیتونو کلک بندیز لګول شوی دی. دغه فعالان وایي چې د طالبانو عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو په څېر، د اکثرو مدني ټولنو جوازونه هم لغوه کړي دي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو ځنډول به په افغانستان کې زیانګالو په ځانګړې توګه ښځو او بې ځایه شویو کسانو ته د مرستو پر بهیر ناوړه اغیزوکړي.
ټاکل شوې چې امریکا ته د سلګونو افغان کډوالو الوتنې لغوه شي. سپینې ماڼۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه فرمان خپور کړی چې له مخې یې د نوي ورځو لپاره دغه هېواد ته د کډوالو ورتلل منع کوي.
ډیرې کسان د کال په بېلابېلو موسمونو په ځانګړي ډول د مني او ژمي په موسمونو کې له ژورخفګان او زړه تنګۍ شکایت کوي. دوی له ازدي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د نورو وختونو په پرتله د مني په لومړیو او د ژمي په موسم کې د زړه تنګۍ احساس کوي او خوب ډیر ورځي .
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، له متحده ایالاتو سره د امریکايي اتباعو د تبادلې په پایله کې یو افغان زنداني له بنده خوشې شوی او افغانستان ته رسېدلی دی.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.
جنرال مارک میلي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال د متحدوایالتونو لوی درستیز و. ده ژمنې کړې وې چې له افغانستانه به د امریکا وتل هغسي نه وی چې له ویتنام څخه و.
په کندهار کې د سړک د غاړې خوړو پلورونکي هره ورځ خلکو ته خوندور او ارزانه خواړه برابروي او له دې لارې زرګونه کسان د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کوي.خلک وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په رستورانټونو کې خواړه نشي خوړلای، نو د سړک غاړې خوراکي توکي د هغوی لپاره غوره بدیل دی.
د خوړو نړېوال پروګرام «ډبلیو ایف پي» وایي چې د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه اوونۍ کې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي.
نور راوښيه