د مونشن د ترهګرۍ ضد مرکزي څارنوالۍ مشرې، ګابریل تیلمن، نن اعلان وکړ چې په برید کې تورن د تحقیق پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر د خلکو پر لور بیولی دی. هغې وویل: "د هغو شواهدو پر بنسټ چې تر اوسه مو ترلاسه کړي، ویلی شم چې دا برید د اسلامي انګېزې له مخې ترسره شوی. څېړنې مو د شته شواهدو، خپلو مشاهداتو او د تورن کس د څرګندونو پر بنسټ کړې دي."
تیلمن زیاته کړه چې د پولیسو مامورینو شهادت ورکړی تورن، چې فرهاد نوري نومیږي، د برید پر مهال د "الله اکبر" شعار پورته کړی و، خو دا یې هم وویل چې تر اوسه داسې شواهد نشته چې نوموړی دې د کومې ترهګرې شبکې سره تړاو ولري.
د مونشن څارنوالۍ د لا نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې.
د جرمني د پولیسو معلومات
د پولیسو په وینا، د دې برید تورن ۲۴ کلن افغان مهاجر دی، چې د یوې دوه کلنې ماشومې په ګډون یې لږ تر لږه ۳۶ کسان ټپیان کړي. په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
جرمني چارواکو د جمعې په ورځ خپل پخواني معلومات سم کړل او ویې ویل چې تورن کس په جرمني کې د استوګنې قانوني اسناد درلودل او مخکې یې هېڅ جرمي سابقه نه درلوده.
پخوا د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر، یواخیم هرمن، ویلي وو چې تورن کس جرمي سابقه لري، د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، خو لا هم له جرمني نه و ایستل شوی.
د فرهاد نوري د پناه غوښتنې تاریخچه
د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې فرهاد نوري د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې جرمني ته کډوال شو، هغه مهال چې لا یې عمر ۱۸ کلونو ته نه و رسېدلی.
د راپور له مخې، د نوموړي د پناه غوښتنه په ۲۰۲۰ کال کې رد شوې او ورته ویل شوي و چې جرمني پرېږدي، خو په ۲۰۲۱ کال کې ایالتي حکومت ورته د اوسېدو اجازه ورکړه.
جرمني خبري اژانس دا هم ویلي چې فرهاد نوري وروسته مسلکي زده کړې بشپړې کړې او د دوو امنیتي شرکتونو لپاره یې د امنیتي مامور په توګه کار کاوه.
د جرمني مېشتو افغان کډوالو اندېښنې
په جرمني کې مېشت یو شمېر افغانان د دې پېښې له امله اندېښمن دي او وايي چې دا ډول پېښې د افغان مهاجرینو پر قضیو ناوړه اغېز کولی شي.
په جرمني کې مېشت افغان، شمس میرزایي، ازادي راډیو ته وویل:
"زه داسې ملګري پېژنم چې د دوی د مهاجرت دوسیې د جرمني په مهاجرتي ادارو کې تر ارزونې لاندې دي. دوی جدي اندېښنه لري، ځکه دا ډول پېښې د مهاجرینو پر قضیو، ژوند، او راتلونکي ډېر بد اغېز لري."
سیاسي اغېزې او انتخاباتي کمپاینونه
دې پېښې په جرمني کې د انتخاباتي مبارزو تمرکز بېرته د کډوالو پر پالیسیو راګرځولی. ټاکل شوې ده چې د جرمني انتخابات د فیبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي.
په جرمني کې مېشت افغان ژورنالیست، رحمت الله زیارمل، ازادي راډیو ته وویل:
"موږ په داسې پېښو له دې کبله هم ډېر اندیښمن یوو چې دا پېښې په دې هېواد کې د کډوالو پر ژوند ناوړه اغېز کوي."
د ښاغلي زیارمل په وینا، په جرمني کې شا او خوا لس ورځې انتخاباتو ته پاتې دي او دا مهال د انتخاباتي مبارزو د تودو بحثونو یوه مهمه موضوع د کډوالو په وړاندې د جرمني پالیسي ده.
"دا ډول پېښې د کډوالو مخالفو ګوندونو ته د ډېرو رایو د ترلاسه کولو زمینه برابروي، او که دا ګوندونه واک ته ورسیږي، ښايي د کډوالو د راتلونکې په اړه داسې پرېکړې وکړي چې د مهاجرینو ژوند ستونزمن کړي."
په منهایم کې د یو بل افغان محاکمه
د دې پېښې ترڅنګ، په جرمني کې د یو بل افغان، سلیمان ای، محاکمه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه.
دی تورن دی چې د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې برید کې یې شپږ کسان په چاقو سخت ټپیان کړل، چې په کې یو پولیس افسر وروسته روغتون کې د ټپونو له کبله ومړ.
د جرمني څارنوالان وايي، نوموړي دا برید د "جهادي انګېزې" پر اساس د مسلمانانو ضد مظاهرې پر ګډونوالو کړی و.