په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) وایي چې په تېره یوه میاشت کې په خوار ځواکۍ ۲۱۳ اخته ماشومان رغولي، خو د افغانستان په ختیځ کې ځینې ښځې وایي د اقتصادي ننګونو له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ډالرو نرخ د افغانیو په وړاندې لوړ شي، د لومړنیو توکو بیې هم سمدیستي لوړېږي، خو چې ډالر بېرته راټیټ شي، د دغو خوراکي توکو بیې ورسره نه راټيټېږي. دوى له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته د خوراکي توکو د بیو د کنټرول غوښتنه کوي.
په افغانستان کې یو شمیر ځوانان وايي انرژۍ لرونکي مشروبات خوښوي. یو شمېر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په څښلو یې روږد شوي دي. روغیتا پالان بیا وايي، د دې څښاک له کبله د انسانانو روغتیا ته جدي زیان رسیږي او ان د مغزي سکتې او د زړه د ناروغیو لامل کېدای شي.
د غور ولایت ځینې اوسېدونکي د افغانستان د کرکټ بورد له دې اقدام چې چمپینز ټرافۍ سیالیو ته یې د کرکټ د ملي لوبډلې په کمیسونو د غور د جام څلي یا منار جام نښې جوړې کړي هرکلی کوي. په دې ورستیو کې د غور ولایت د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې منار جام له ویجاړېدو وژغوري.
د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د بارانونو، واورې او طوفانونو په اړه د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وړاندوینې، یو شمیر خلک اندیښمن کړي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د تیرو طبیعي پیښو له امله د دوی سرپناوې زیانمنې شوي او ان د بارانونو په وړاندې خوندي نه دي.
منیت شورا ویلي چې سبا دوشنبه د فبرورۍ په لسمه په افغانستان کې د داعش په اړه یوه غونډه جوړیږي. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د داعش په ګډون یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي خو یو شمېر شننونکي وايي، د داعش ګواښ لا هم پر ځای دی.
د ډله ییز امنیتي تړون سازمان ویلي د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له دې هېواده د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق د ګواښونو په وړاندې مبارزه کوي.
په کندهار کې د سرو زرو سوداګر وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د دوی کاروبار په بېساري ډول ټکنی شوی دی. د کندهار ښار د "چهارسو" بازار، چې د سرو او سپینو زرو د پلور مرکز ګڼل کېږي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د پولیو د مخنیوي نړیوال سازمان وايي، په ژنیو کې د روغتیا د نړیوال سازمان د اجراییوي پلاوي په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د روغتیا وزارتونو ګډونوالو استازو ویلي دي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو د زیاتوالي شاهدان دي.
په افغانستان کې ځینې ځوانان وایي چې د بوختیا لپاره ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تیروي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې په مجازي نړۍ کې بوختیا یې عادت ګرځېدلې او هره ورځ د څو ساعتونو لپاره تفریحي او معلوماتي موضوعات پکې څاري.
د ساتنې نړیوال کلستر GPC او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري UNHCR وایي تېر کال کې د طالبانو حکومت د خپلو سختو او د دوی په ټکو”تبعض امیزه” پالیسو په وسیله د نورو خلکو تر څنګ افغان ښځې او نجونې سختې ځپلي دي.
اکپس ACAPS سازمان په خپل تازه راپور کې وايي په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو سره، د متحده ایالاتو د بشرپاله عملیاتو ځنډول به د افغانستان پر خلکو د پام وړ اغیز ولري.
نور راوښيه