په هلمند کې د جګړو له امله د زرګونو معلولینو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د مرستو کمښت او د معلولینو د امتیازاتو ځنډېدو یې وضیعت لا کړکېچن کړی دی.
د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
دا ناسته، چې " ویانا بهیر پنځمه غونډه" بلل شوې، د طالبانو د مخالفو جبهو مشرانو، یو شمېر افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، او ښځینه فعالانو په ګډون جوړه شوې، چې هدف یې د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه جوړول ښودل شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره د اوبو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی.
د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو په پاکستان کې د اسیا د اوومې دورې ازادې سیالۍ وګټلې.
د ملګروملتو امنیت شورا به ژر په افغانستان کې د یوناما د ماموریت پر تمدید د خبرو لپاره غونډه جوړه کړي. دا ماموریت د تېر کال د مارچ په ۱۵ مه د سږ کال د مارچ تر ۱۸ پورې تمدید شوی و.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په بلوچستان کې د دې هیواد له پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک او د دوی جبري ایستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه بللې ده.
روېټرز راپور ورکړی یو شمېر بهرني جنګیالي چې له عراق څخه تښتېدلي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوي دي.
د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې په شمول د جرمني یو شمېر رسنیو تازه د دې هېواد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې ټاکل شوې وه دا او راتلونکې اوونۍ په دوه چارتر الوتکو کې له پاکستانه جرمني ته هغه افغان پناه غوښتونکي ولېږدول شي چې د جرمني ویزې یې ترلاسه کړې وې.
د جرمني د بایرن ایالت اعلی وزیر مارکوز زودر ویلي افغانستان ته د مجرمانو د استولو په باب باید ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې وشي. مارکوز زودر په مونیخ کې د یوه افغان کډوال له خوا د ۳۹ کسانو د ټپیانولو د پېښې په اړه د غبرګونو په دوام دا خبره کړې.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونه د افغانستان د صادراتو کمښت ته په اشارې د نورو بدیلو سوداګریزو لارو په پیدا کېدو پر اړتیا ټینګار کوي.
نور راوښيه