سې شنبه د اپریل اوله د پاکستان د حکومت له خوا افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو وروستۍ نېټه پاې ته ورسېده.
عبدالله، چې په اسلام آباد کې اوسیږي او د ACC په نوم د کډوالۍ ځانګړی کارت لري ازادي راډيو ته وویل چې پولیسو د ده د تره زوی نیولی او دوی هم د نیول کېدو له ویرې له خپلو کورونو نه شي وتلی:
«هلکان ټول یو بل ته زنګونه وهي چې دلته او هلته کسان نیول کیږي، زما یو د تره زوی، چې د ACC کارت لري، نیول شوی او حاجي کمپ ته یې وړی دی، د کورنۍ ټول غړي اندیښمن دي، موږ پخپله هم د نیولو او ډیپورټ کولو له ویرې له کورونو نه شو وتلی.»یو افغان کډوال
پاکستاني پولیسو د اې سي سي کارت لرونکو تر څنګ یو شمېر هغه بې اسناده افغانان هم نیولي چې پر افغانستان یې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته پناه وړې.
د افغانستان د مدنې ټولنې او بشري حقونو د فعالانو د دفتر اجراییوي ریس احمد ویس رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې پولیسو د دې بنسټ مشر عزت الله بخشي هم نیولی او ټاکل شوې چې افغانستان ته یې ډیپورټ کړي:
«د عزت الله بخشي سره یو ځای زموږ اته نور هیوادوال چې د اې سي سي کارتونه یې لرل ونیول شول او اوس مهال حاجي کمپ ته وړل شوي دي، نږدې یو ساعت مخکې یې ماته ټلیفون کړی وو او وې ویل چې له نیول شویو کسانو نه ډک یو موټر ډیپورت لپاره ایستل شوی او بل تلونکی دی ښاغلی بخشي مخکې په افغانستان کې طالبانو زنداني کړی و، هغه د بشري حقونو فعال دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان کال په جنوري میاشت کې اعلان کړی وو چې د مارچ تر ۳۱ مې دې دا کډوال له دې هیواده ووځي کنه د اپریل په لومړۍ نېټه به یې دوی په وړاندې له زوره کار واخلي.
خو اسوشیټیډ پریس خبري اژانس پرون دوشنبه د مارچ ۳۱ مه د پاکستان د حکومتي اسنادو په حواله راپور ورکړ چې د کوچني اختر درخصتیو له امله د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو نوې لړۍ د اپریل تر ۱۰ مې ځنډول شوې ده.
تازه بیا پاکستاني رسنۍ جیو نیوز ته د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو تایید کړې چې له پخواني ضرب الاجل وروسته به چې د مارچ ۳۱ کیږي د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي.
د رسمي راپورونو پر بنسټ پاکستان تر اوسه ۸۷۹ زره بې اسناده افغان کډوال له دې هیواده ایستلي او افغانستان ته یې استولي دي.
په دغه هیواد کې لاهم ۲ عشاریه ۱ میلیون اسناد لرونکي افغان کډوال ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو این اچ سي ار د معلوماتو پر بنسټ د دوی له ډلې ۱ عشاریه ۳ میلیونه د پي او ار په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري چې ډیری یې په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.
دغه شان ۸ لکه نور یې د اې سي سي په نوم کارتونه لري.
اې سي سي کارتونه په ۲۰۱۷ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوې هوکړې پر بنست افغان کډوالو ته ورکړل شول.
د اې سي سي کارت لرونکو سربیره، یو شمیر نور هغه افغان پناه غوښتونکي چې په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي د خپلو ویزو د تمدید په برخه چې په ځنډ سره کېږي اندېښمن دي او وايي چې دوی هم د اخراج له خطر سره مخ دي.