سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو سره د اړیکو د نږدې کېدو هڅه کوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبان د هغو نیابتي ترهګرو ډلو څخه یوه بولي چې ایران یې ملاتړ کوي.
د دې وزارت ویاندې تمي بروس پرون دوشنبه د مارچ ۳۱ مه په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړو چې د ایران حکومت په سیمه کې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړي په توګه عمل کوي او د امریکا او د دوی د متحدینو په وړاندې دښمنانه دریځ لري.
اغلې بروس په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو ته په اشارې سره وویل:
«البته، د ایران رژیم د متحده ایالاتو او زموږ د متحدینو په وړاندې دښمني درلوده، او لکه څنګه چې موږ پوهیږو دوی د ترهګرۍ یو له مخکښو ملاتړ کوونکو څخه دي، دوی د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو شبکو ملاتړ کوي.»
تمي بروس د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ هم ترهګر سازمان وباله او ویې ویل چې د ایران د رژیم ډیری مشران هم د ترهګرو د ملاتړ کوونکو او ترهګرو په توګه نومول شوي دي.
هغې دا هم وویل چې د مریکا حکومت به اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.
که څه هم ایران لا له وړاندې په سیمه کې د حزب الله، حماس، حوثیانو او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن دی خو دا لومړی ځل دی چې امریکا په ښکاره طالبان هم په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنه [ترهګره شبکه] بولي.
دا په داسې جال کې ده چې امریکا د ملي استخباراتو ادارې د امریکا پرضد د شته احتمالي ګواښونو په کلني راپور کې چې څو ورځې مخکې خپور شو د افغانستان او له افغانستان څخه د ممکنه خطر یادونه نه وه کړې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې د ایران او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ اقتصادي او سیاسي اړیکې د پام وړ زیاتې شوي دي.
د روان ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې دایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته سفر وکړو او له طالب چارواکو سره له لېدنې وروسته یې وویل چې ایران به په افغانستان کې له طالبانو سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.
نوموړي دا هم ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې یوه ځواکمنه اداره حاکمه ده چې په تېرو درې نیمو کلونو کې یې خپل واک ثابت ساتلی دی.
ایران دغه راز په تهران کې د طالبانو استازی د سرپرست سفیر په توګه منلی او په مشهد کې یې د افغانستان کونسلګري د طالبانو استازي ته سپارلې ده داسې مهال چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ په تېر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ته د ایران صادرات څو برابره زیات شوي او تر درې ملیارد ډالره رسېدلي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په سیمه کې ایران د طالبانو د حکومت لپاره مهم ګاونډی بللی وو او ویلي یې وو چې ایران او افغانستان ډېرې ګډې ګټې لري.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ظاهرا له متحده ایالاتو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅه کوي او په وروستیو کې یې دوه امریکايي زندانیان هم خوشې کړل خو داسې ښکاري چې واشنګټن د ایران او طالبانو ترمنځ د مخ پر ودې اقتصادي او سیاسي اړیکو ناراضه دی او احتمالا باور لري چې تهران غواړي له طالبانو څخه د یوه نیابتي ځواک په توګه کار واخلي.