د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د طالبانو مشر په کندهار پوهنتون کې وویل چې فرمانونه یې د خدای تعالي اوامر دي


د طالبانو مشر وايي، هر فرمان یې د علماوو په مشوره او له قران او حدیث څخه اخیستل شوی د خدای تعالی امر دی. هبت الله اخندازاده دا خبره په کندهار پوهنتون کې یوې غونډې ته وکړه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندازاده په لومړي ځل د عصري زده کړو یوه مرکز ته لاړ او د عصري علومو د زده کړې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې/ دلوې ۲۴ مه) وویل، مدرسه او پوهنتون سره یو دي، د دواړو ساتنه پر دوی لازمه ده او له محصلانو د زده کړې او له استادانو یې په اخلاص تدریس کولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت پرون چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ملا هبت الله اخوندازاده دا څرګندونې د سلواغې په ۲۴ مه د کندهار پوهنتون د محصلانو، استادانو او کارکوونکو یوې غونډې ته کړې دي.

په دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په بیان کې راغلي، ملا هبت الله اخوندازه زیاته کړې فرمانونه یې د علماوو په مشوره او له قران او حدیث څخه اخیستل شوي د خدای تعالی اومر دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځولې دي.

دوی ویلي، د خپل مشر د فرمان پر بنسټ یې د نجونو زده کړې تر بل امر پورې ځندولې دي.

یو شمیر دیني عالمان او د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز ته په پام د طالبانو د مشر دا خبره ردوي چې ګوندي، هر فرمان یې له قران او حدیث څخه اخیستل شوی دی.

ديني عالم عبدالصبور قاضي زاده ازادي راډیو ته وویل:


"په دې کې هېڅ شک نه شته چې په اسلام مې د زعیم له فرامينو څخه اطاعت لازمي دى خو هغه وخت چې دغه فرامين له اسلام سرم په ټکر کې وي نه يوازې دا چې اطاعات يې لازمي نه دی بلکې مخالفت يې هم لازم دی، نبي کريم ص فرمايي " تاسو حق نه لرئ چې د مخلوق له فرمان اطاعت وکړٸ په داسې حال کې چې له اسلام سره په ټکر کې وي."

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د یو سازمان او په تیر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر هم د طالبانو د مشر فرمانونه د اسلامي کړنو خلاف ګڼي:


"دا واضح خبره ده چې د طالبانو فرمانونه د اسلامي دستوراتو خلاف دي او دا هغه خبره ده چې د نړۍ اسلامي عالمانو پرې ټينګار کړى، د دې تر څنګ د اسلامي هېوادونو سازمان هم په ځلونو اعلاميې ورکړي او د ښځو د کار بنديز او د زدکړو بنديز په اړه يې په څرګنده ويلي چې په نورو اسلامي هېوادونو کې دا نه کېږي چې ښځې دې له زدکړو منع شي خو طالبان له اسلام سره په ټکر کې دا کار کوي."


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو چارواکو تر منځ د نجونو د زده کړو مسئله په یوې اختلافې موضوع بدله شوې ده.

مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي و " د نجونو پر زده کړو بندیز نه زموږ د طبیعت خبره ده او نه د شریعت".

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هم ویلي و «که د نجونو زده کړې فرض او سنت نه وي، مباح دي او خدای دې دوی ته په دې اړه هدایت وکړي چې دیني علوم چې ازاد دي عصري علوم هم باید ازاد شي.»

په تېرو څه باندې درې نیمو کالونو نړیوالې ټولنې، ملګرو متلونو او په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو هم په واور دا ویلي، چې دطالبان باید بې ځنډه افغان نجونو ته د زده کړو په ګډون نور بنسټیز حقونه ورکړي.

خو طالبانو بیا ادعا کړې چې د ټولو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو مرستندوی پلاوي دفتر« یوناما» د روان کال د جنورۍ ۲۴ د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په ښکاره پکې نجونې له زده کړو منع شوي او دا چې میلیونونه نجونې له دغه بنسټیزه حقه محرومې شوي دا یوه تراژیدي او ناورین دی.

XS
SM
MD
LG