د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال او په افغانستان کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ وايي اقتصادي وضعیت یې خورا ترینګلی دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کلونو کې چارجي څراغونه، د دودیزو تېلي څراغونو پر ځای زیات کارول کېږي او دغه شان د پخوانیو تیلي ګیسونو ځای هم ګازي ګیسونو نیولی دی.
یو شمېر پاکستاني کاروباریان وايي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ستنولو د دوی په کاروبار بد اغیز کړی دی.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې شدید ورښتونه شوي چې له امله یې ان لویې لارې بندې شوې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز مخالفت وکړ.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي په دې ښار کې د رېکشاوو زیاتوالي او ډېرې ګڼې ګوڼې له ستونزو سره مخ کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلامآباد پرېکړه کړې چې د ګوادر بندر له لارې د افغان توکو د لېږد لپاره بانکي تضمینونه د بیمې له تضمینونو سره بدل کړي.
یو شمېر افغان خبریالان چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په بېلابېلو جوړو شویو ناستو کې یې ګډون کړی، ادعا کوي چې د دغو ناستو اصلي هدف د رسنیو د محتواوو کنټرول، د ازادیو د محدودول او پر خبریالانو فشار واردول دي.
په افغانستان کې په ځانګړې توګه په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د ډیرو ښځو لپاره په کور کې د ماشوم زیږون یوه خطرناکه تجربه ده. دا مېرمنې د جدي ستونزو لکه د زېږون پر مهال د خونریزۍ او له زېږون وروسته ناوړه پايلو په اړه خبرې کوي.
د حال وش په نوم د بشري حقونو ډلې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران ځواک له خوا جبري کارونو ته د تازه ورغلو افغان کډوالو د اړ ایستلو په اړه اندیښنه ښودلې ده.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د کوکنارو او نورو کښتونو وخت رارسېدلی، او د طالبانو حکومت بیا هم د پخوا په ډول د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خپل مشر د فرمان پر عملي کولو ټینګار کوي.
که څه هم په کندهار کې د زیتونو کښت تر اوسه عام نه دی، خو د عینو مېنې په دويمه سیمه کې یو لوی شخصي باغ شته چې زرګونه ونې لري او هر کال د پام وړ حاصل ورکوي.
نور راوښيه