د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

د بېلابېلو پوهنتونونو محصلانو ته د دیني زده کړو د سیمینارونو پر جوړولو نیوکې


کابل پوهنتون (آرشیف)
کابل پوهنتون (آرشیف)

د افغانستان د سړو سیمو د سلګونه محصلینو لپاره د دینی او علمي سیمینارونو څرنګوالی له پراخو نیوکو سره مخ شوی. منتقدین د دې سیمینارونو محتوا یو اړخیزه او د یوې ځانګړې فکري کړۍ زېږنده بولي او وايي چې د بیلابیلو علمي او اکاډمیکو نظریاتو نشتوالی یې جدي ستونزه ده.

د منقدینو د نیوکو په اساس دا سیمینارونه محصلان تر ډېره اطاعت، بې قید او شرطه منلو، او مطلق تابعیت ته هڅوي نه دا چې هغوی فکري آزادۍ، انتقادي تفکر او علمي څېړنو ته وهڅوي.

منتقدین د دې سیمنارونو محتوا یو اړخیزه او د ځانګړې فکري کړۍ زېږنده بولي.

د پوهنتون يو محصل چې په دغو سيمينارونو کې يې برخه اخيستې ده وايي چې هلته تر ډېره عقيدوي او فکري موضوعات تدريس کېږي.

دې محصل چې د موضوع د حساسيت له امله د خپل نوم له ښودلو ډډه کوي آزادي راډيو ته وويل "د پوهنتون د ادارې له خوا احوال راشي چې سيمينارونه دي، چې ورشو ټول تکراري موضوعات دي. راته وايي ږيرې پرېږدئ. زموږ دیني مسایل زده دي په خپلو کورونو کې مو زده کړي دي. په مدرسو کې مو زده کړي. دوی له دې مسایلو یوڅه نور وړاندې ځي او د خپل نظام ستاینه کوي او وايي چې باید ورسره ودرېږو. دوی د خلکو پر ذهنیتونو کار کوي چې له امارت سره ودرېږي."

د ننګرهار پوهنتون یو محصل هم چې دې سيمينارونو ته ورغلی دی، آزادي راډيو ته وايي "اوس چې دوی ټول اسلامي اصول او قوانين تدريسوي په دې مانا ده چې پر موږ د امارت قوانين تطبیقوي. دوی په غير مستقيم ډول خپل نظام ته کمپاين کوي او د دې لپاره خپل نظام ته خلک را بولي. دوی که شخص سکتورونه دي که دولتي ټول يې سانسور کړي دي. شخصي پوهنتونونه هم د دوى په لاس کې دي دولتي هم. څه چې د دوى په خوښه او د بقا لپاره یې وي په خلکو يې هم تطبيقوى. هم په استادانو او هم پر محصلينو."

په دیني مرکزونو د پوهنتونونو بدلول او اثرات یې

د پوهنتون استاد خالد افغان وايي"کله چې یو سيمينار وړاندې کېږي طبعا شاته به يې څه اهداف وي. دلته موخه دا ده چې دوى غواړي په راتلونکې کې له دغو محصلينو د خپل مطلوب په توګه کار واخلي. دلته يوه بله باریکي هم شته. له هغو پوهنتونونو څخه سيمينارونو ته محصلين انتخاب شوي دي چې استادان یې منفک شوي دي. اول خو دا چې دوی د خپل فکر مطابق محصلين روزي او بل زما په فکر، ټول يې په سيمينارونو بوخت کړي دي تر څو د استادانو د بيا تقرر غږ ډب شي."

د طالبانو منتقدان وايي چې د افغانستان د لوړو زده کړو نظام له سختو ننګونو سره مخامخ دی، او په داسې حال کې چې محصلین معیاري زده کړو، علمي منابعو، او پرمختللو څېړنیزو امکاناتو ته اړتیا لري، د دې ډول سیمینارونو تنظیم علمي اړتیاوې نه پوره کوي، بلکې تبلیغاتي بڼه لري.

د فکري، عقیدوي او اخلاقي درسونو سیمینارونه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۰ محصلینو لپاره د دینی او علمي سیمینارونو لړۍ د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدله.

ياد وزارت پرون جمعه د سلواغې ۲۶مه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې په دې سیمینارونو کې د دیني عالمانو له لوري محصلینو ته د قرآن کریم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د احادیثو پر بنسټ فکري، عقیدوي، او اخلاقي درسونه ورکړل شول.

طالبان وايي څوک چې د دوی د نظام مخالفت کوي واجب القتل دي.

دا سیمینارونه د کابل پوهنتون، په ګډون د کابل په پولی‌تخنیک پوهنتون، تخار پوهنتون، د کونړ په سید جمال الدین افغاني پوهنتون او د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې محصلانو ته جوړ شوي وو.

له دې مخکې هم ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان هڅه کوي خپلې عقیدې پر ځوانانو تحمیل کړي او د عامه افکارو کنټرول ترلاسه کړي.

د ټولنیزو چارو ځینې پوهان وايي، د افغانستان له درسي نصاب څخه د ځینو مضمونونو حذف، د سلګونو عنوانه کتابونو راټولول، او له ځوانانو د "امارت پېژندنې" د ازموینې اخیستل، د دې هڅو روښانه بېلګې دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په دې وروستیو کې په لغمان کې یوې غونډې ته ویلي و، چې ."که څوک د قلم، ژبې او عمل له لارې د دوی له حکومت سره مخالفت کوي نو دا بغاوت بلل کېږي او دا کسان واجب القتل دي."

د نوموړي د دې څرګندونو په غبرګون کې، یوشمېر افغان فعالانو او سیاستوالانو ویلي و، دا څرګندونې ښيي چې طالبان د سالمو انتقادونو زغم هم نه لري.

خو د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په ځانګړي ډول د نظام د اړوندو مقاماتو انتقادونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي، چې نیوکې باید محرمې او اخلاقي وي، او له علني کولو یې ډډه وشي. نوموړي ټینګار کړی، چې علني انتقاد کولای شي د طالبانو په لیکو کې تفرقه او اختلافات رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG