د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

اکپس وايي، د امریکا د بشري مرستو ځنډېدل به د افغانانو پر ژوند د پام وړ اغېز ولري


افغانستان- د بشری مرستو لپاره د ښځو لیکه (آرشیف)
افغانستان- د بشری مرستو لپاره د ښځو لیکه (آرشیف)

اکپس ACAPS سازمان په خپل تازه راپور کې وايي په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو سره، د متحده ایالاتو د بشرپاله عملیاتو ځنډول به د افغانستان پر خلکو د پام وړ اغیز ولري.

د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدلو په غبرګون کې، د نړیوالو سازمانونو د اندیښنو په دوام تازه د اکپس په نوم ACAPS سازمان ویلي چې په افغانستان کې بې ثباته بشري وضعیت ته په پام، د بشري بودیجې کمول یا د بشرپاله عملیاتو ځنډول به د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه پر هغو کسانو چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري د پام وړ اغیز ولري.

یاد سازمان پرون (د سلواغې ۱۹مه) په یوه راپور کې چې عنوان یې دی "د امریکا د مرستو بندیدل د افغانستان لپاره څه مانا لري" ویلي دي چې افغانستان تر ډيره د امریکا پر بشري مرستو تکیه دی.

د اکپس د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د مجموعې بشري بودیجې ۴۳،۹ سلنه متحده ایالاتو تمویل کړې وه او ټاکل شوې وه چې په روان کال کې به د بشري مرستو لپاره ۲۳۴ ملیون ډالر ځانګړي کوي.

مرستندویې ټولنې او بېوزلي افغانان وايي چې د مرستو بندیدل د یوه بشري ناورین لامل کیدای شي.

په راپور کې راغلي، دا احتمال شته چې د مرستو د پروګرامونو ځنډول او د طالبانو له خوا په تېره پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، اقتصادي بحران، د توکو د بیو لوړوالی، او د بودیجې کمښت چې تر ډېره د ټولنیزو خیریه موسسو له تعلیق وروسته رامنځ ته شوی، ټول په ګډه د افغانستان په بشري وضعیت کې د پام وړ خرابۍ لامل شي.

د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو له امله، په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ ملي او نړیوال بشري سازمانونه اړ شوي چې یا خپل فعالیتونه وځنډوي او یا یې ودروي، په داسې حال کې چې اټکل کیږي د افغانستان د وګړو یو پر دریمه برخه به د روان کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له شدیدې نا امنۍ سره مخ شي.

په ورته وخت کې یو شمیر افغانان چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د امریکا له مرستو برخمن کیدل او د کورنیو بشرپاله بنسټونو کارکوونکي وايي، د دې مرستو بندیدل په افغانستان کې د یوه بشري ناورین لامل کیدای شي.

افغانستان- د ملګروملتونو خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو کاروان
افغانستان- د ملګروملتونو خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو کاروان

د کندهار ولایت اوسیدونکې راضیه چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده وايي "که د خیریه بنسټونو مرستې ودریږي مونږ ډیر پرې خپه کیږو. دوی وايي دا مرستې به دریږي، موږ په همدې مرستو ژوندي یو، دا خوار او غریب په همدې مرستو ژوندي دي نو دوی دې دا مرستې نه بندوي."

ټرمپ نړیوالې مرستې وځنډولې خو روبیو ویلي چې بشري مرستې مستثنی دي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکې بلقیس چې دا هم د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او پر بشري مرستو متکي ده وايي "دا اوس هم موږ سره اوړه نه و، چې خپلو ماشومانو ته یې پاخه کړم. خاوند مې مړ دی، په همدې اندیښنه کې یم چې که مرستې بندې شي څه به وکړم، له مونږ څخه بدتر خلک هم شته دي، ډير په ستونزو کې یو."

ټرمپ نړیوالې مرستې وځنډولې خو روبیو ویلي چې بشري مرستې مستثنی دي.

په هرات ولایت کې د یوه خیریه بنسټ کارکوونکي عبدالرزاق ازادي راډيو ته وویل "په روانه اونۍ کې زموږ ۵ ۶ کسانو د پروژو د کمښت خبرتیا ترلاسه کړه. زموږ پروژې ټولې بشرپاله او له کورنیو سره د مرستو لپاره وې چې له بده مرغه د وروستیو پیښو له امله ټولې اغیزمنې شوې."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه فرمان کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې او اعلان یې وکړ چې متحده ایالات به د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وباسي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي چې حیاتي بشري مرستې له دې فرمان څخه مستثنی دي.

په دې اړه د رویټرز په راپور کې راغلي چې له افغانستان سره به د ژوند ژغورونکو مرستو، حیاتي درملو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او سرپناه مرستې دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې سږکال د افغانستان ۲۲.۹ میلیون وګړي چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG