د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت GPEI وایي، نړیوال په افغانستان کې د پولیو د ویروس د خپریدو د زیاتیدو له پلوه جدي اندیښنه لري.
دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ناستې ګډونوالو دا دواړه هېوادونه په نړۍ کې د پولیو د ویروس وروستي مخزنونه بللي او د دغه ویروس له خپریدو سره د مبارزې لپاره یې د لوړ خطر په لرونکو سیمو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو کلیو په ګډون په نورو ځایونو کې هم د څارنې د هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، باید ټولو ماشومانو ته د واکسین امکان برابر شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه ایزې مشرې حنان بلخي په دې ناسته کې د پولیو ویروس د لا خپرېدو پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ ویلي چې باید په دواړو هېوادونو کې ټولو ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین د لاسرسي زمینه برابره شي.
مېرمن بلخي ویلي"دې ته په کتو چې پاکستان او افغانستان له جیوپولیتیکي، زیرمو، چاپېریالي او امنیتي سترو ننګونو سره مخامخ دي دې هدف ته رسېدل اسانه نه دي."
حنان بلخې له دې یوه اونۍ مخکې هم د پولیو د ویروس د له منځه وړولو په برخه کې د متحدو ایالاتو مرستې مهمې بللې وې او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا پر وتلو یې اندېښنه ښودلې وه.
په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د پولیو پرضد د کور په کور واکسین د بهیر د بیا پیل غوښتنه کوي او وایي چې خپل ماشومان په اسانه تر روغتیایي مرکزونو پورې د واکسین د تطبیق لپاره نه شي رسولی.
د کابل ښار د سر کوتل سیمې اوسېدونکې رابعې ازادي راډیو ته وویل“مخکې به د پولیو واکسین کور په کور کېده او اوس دا بهیر جومات په جومات او کلنیک په کلینیک پلي کېږي نو له دې امله موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، په سړه هوا کې خپل ماشوم تر جومات او کلینیک پورې نه شو بیولی، که همدا کور په کور بهیر پیل شي، ښه به وي ځکه زموږ لپاره ستونزمنه ده، واکسیناتوران یو یا نیم ساعت جوماتونو او کلنیکونو کې وي، موږ دوی لټوو خو پیدا کولای یې نه شو او زموږ ماشومان له واکیسن څخه پاتې کېږي.”
افغانستان او پاکستان د پولیو د ویروس وروستۍ زېرمې بلل شوې دي.
د بلخ ولایت اوسېدونکې خوشبو هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل“زما په اند که واکسیناتوران د دروازو شاته راتللی ښه به وای. طالبان موږ نه پرېږدي چې یوازې چېرې ولاړې شو، باید موږ مشران یا نارینه راسره وي. زما په نظر باید واکسین بیا کور په کور پیل شي.”
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاینونه کور په کور نه پلي کېږي بلکې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته په جوماتونو یا نورو سیمه ایزو روغتیایي مرکزونو کۍ دا واکسین تطبیقېږي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو، خو ویاند یې شرافت زمان زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېر زېږدیز کال کې تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په ټول هېواد کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.