د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

یونیسف: په خوارځواکۍ د اخته کوچنیانو شمېر زیات شوی دی


په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) وایي چې په تېره یوه میاشت کې په خوار ځواکۍ ۲۱۳ اخته ماشومان رغولي، خو د افغانستان په ختیځ کې ځینې ښځې وایي د اقتصادي ننګونو له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د په خوار ځواکۍ د سلګونو ماشومانو د رغولو او زېږون خبره کړې، د دغه هېواد په ختیځ کې یو شمېر میندې وایي، ماشومان یې په خوار ځواکۍ اخته او په اسانه روغتیایي خدمتونو ته اسانتیا نه لري.

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د چهل ګزیو سیمې یوې اوسېدونکې او د دریو ماشومانو مور راهبې ازادي راډیو ته وویل چې د سختو اقتصادي ننګونو له امله یې دوه واړه زامن یې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

“دلته سم ډاکتر، درمل او کلینیک نشته، زموږ کلي کې ډېر ماشومان خوارځواکه شوي خو دوه زما خپل ماشومان پرې اخته دي چې یو یې درې کلن او بل یې دوه کلن دی، ځکه چې خواري (بې وزلي) مو ډېره ده، ډېر زیات غریب یو وسه مو نشته چې دارو درمل واخلو، درې څلور رقم ناروغتیا لرو،ماشومان مو پیدا کېږي او بېرته مړه کېږي، نو څه وکړو پیسې نه لرو چې خپله درملنه وکړای شو.”

راهبه وایي تر دې وړاندې یې د ښځینه قابله ګانو او روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله یې دوه ماشومان هم ضایع شوې دي.

خو دا یوازې راهبه نه، بلکې د دغه ولسوالۍ د یوې بل کلي اوسېدونکې ګل مینه هم له ورته ستونزو شکایت کوي.

ګله مینه چې د څلور کوچنیو ماشومانو مور ده، ازادي راډیو ته وویل چې د زېږون او امېندوارۍ پر مهال یې په اسانه ډاکتر، روغتون او درملو ته لاسرسی نه وي چې دا او ماشومان یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي:

“موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، دلته ډېرې (ښځې) د امېندوارۍ وخت کې مړې شي، هسپتال (روغتون)لرې دی، ګاډي (موټر) په ډېره سختۍ راپیدا کړو هغه هم چا سره پیسې وي چا سره نه وي،زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره دې ډاکترانې او اسانتیاوې زیاتې شي.”

دا ښځې داسې وخت د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ او روغتیایي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي خبره کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې په تېره میاشت کې په خوار ځواکۍ د ۲۱۳ تنو ماشومانو د درملنې خبره کړې ده.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین اویېوالې د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکي چې یونیسف په تېره جنورۍ میاشت کې په خوار ځوارکۍ د دغه شمېر ماشومانو درملنه کړې ده.

یونیسف دغه راز د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۹مه) هم په ایکس پاڼه لیکلي چې یوازې په بادغیس ولایت کې هره میاشت ۴۰۰ ماشومان زېږېږي.

دغې ادلرې زیاته کړې چې دوی په یاد ولایت کې د قابله ګانو او نرسانو ملاتړ کوي تر څو نویو زېږېدولو ماشومانو او میندو ته یې پاملرنه وکړي.

خو د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د جنورۍ په ۲۸ مه په خپل راپور کې اندېښنې ښودلې وه او ویلي یې وه چې له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.

دې ادارې ویلي وه چې له تېرو پنځو کلونو په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر درې میلیونه و.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.

دا اندېښنې وروسته له هغه مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره اکثرې بهرنۍ مرستې بندې شوې دي.

XS
SM
MD
LG