د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په کندهار کې د سرو زرو کاروبار په بېساري ډول سوړ شوی دی


د کندهار ښار چارسو بازار
د کندهار ښار چارسو بازار

په کندهار کې د سرو زرو سوداګر وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د دوی کاروبار په بېساري ډول ټکنی شوی دی. د کندهار ښار د "چهارسو" بازار، چې د سرو او سپینو زرو د پلور مرکز ګڼل کېږي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د کندهار په چارسو بازار کې لسګونه دوکانونه شته چې له زرو جوړ ډول ډول توکي پلوري، خو سوداګر وايي، د پېر او پلور کچه د تېرو کلونو پرتله ډېره ټیټه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکی سجاد احمد وايي چې د نوي طلا په خرڅلاو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی. نوموړی وايي “په اوسني بازار کې ۷۰ سلنه خلک خپله طلا پلوري، ځکه چې اقتصاد ضعیف دی. موږ یوازې ۳۰ سلنه پلور لرو او ۷۰ سلنه پیرود. زموږ سره زر د خپل وطن تولید دي. زما غوښتنه له حکومت څخه داده چې فابریکې فعالې کړي او خلک په کار وګوماري ترڅو خلک وکولای شي راشي او له زموږ څخه سره زر وپېري.”

د سروزرو کاروباریان وايي، د پېر او پلور کچه د پخوا پرتله ټیټه شوې ده. 

د چارسو بازار بل دوکاندار جلیل احمد هم دې ته ورته اندېښنه لري او وايي: “کاروبار نه شته، بیخي د صفر په کچه دی. فروشات نشته، د تېر په څېر نه دی، کاروبار ولاړ دی.”

د کندهار اوسېدونکي د سرو زرو د پېرلو پر وړاندې اقتصادي وضعیت یوه ستره ننګونه بولي. د خلکو په وینا، د بېکارۍ زیاتوالي او د عایداتو د کمېدو له امله ډېری کورنۍ د سرو زرو د اخیستلو توان نه لري.

د کندهار اوسېدونکی امید وايي “سره زر خو پرېږده، خلک د وچې ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي. هغه خلک چې پیسې یا بودیجه لري، باید په هېواد کې یې مصرف کړي، کارخونې جوړې کړي، ترڅو خلکو ته کار پيدا شي.”

د کندهار د سروزرو ګاڼې
د کندهار د سروزرو ګاڼې

د کندهار د سرو زرو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې څه باندې درې زره کسان د سرو زرو په سکتور کې بوخت دي، خو د کاروبار د ټیټې کچې له امله دوی له مالي زیانونو سره مخ دي.

د سرو زرو اتحادیه وايي له بهره د سروزرو واردولو ته اړتیا نه شته.

د کندهار د سرو زرو د اتحادیې مسوولین وايي، د دې ولایت د سرو زرو اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره کېږي او له نورو هېوادونو د سرو زرو د واردولو اړتیا نه شته.

د اتحادیې د مشر حاجي شکیب، په وینا کورني تولیدات د کیفیت له پلوه له وارداتي سرو زرو سره سیالي کولای شي، خو د تقاضا کمښت د بازار راتلونکي ته د دوی اندېښنې زیاتې کړې دي.

نوموړی وايي“افغانستان خپله طلا لري، موږ له رسنیو اورو چې طلا یې استخراج کېږي. زموږ غوښتنه داده، که دا استخراج د هر ولایت د خلکو او مسلکي کسانو په مرسته ترسره شي، نو د طلا بیې به په افغانستان کې راټیټې شي. په دې صورت کې موږ کولای شو د طلا خپل صادرات ولرو.”

د سرو زرو پلورونکي د اقتصادي وضعیت ښه کېدل د خپل کاروبار د بیا احیا یوازینۍ لاره بولي. د دوی په وینا، که د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي او د کار فرصتونه رامنځته شي، د سرو زرو بازار به بېرته ښه شي.

سوداګر تمه لري چې د طالبانو حکومت اقتصادي اصلاحات راولي، د فابریکو تولیدات زیات کړي او د خلکو د عایداتو د لوړولو لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG