د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

یو تازه راپور خبرداری ورکوي چې د طالبانو محدودیتونو د افغانستان بشري وضعیت لا ډېر خراب کړی دی


کابل- افغانستان (آرشیف)
کابل- افغانستان (آرشیف)

د ساتنې نړیوال کلستر GPC او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري UNHCR وایي تېر کال کې د طالبانو حکومت د خپلو سختو او د دوی په ټکو”تبعض امیزه” پالیسو په وسیله د نورو خلکو تر څنګ افغان ښځې او نجونې سختې ځپلي دي.

دې دوو مرستندویو ټولنو په یوه ګډ راپور کې چې پرون د سلواغې په ۱۹مه خپور شو ویلي چې د طالبانو حکومت په تېر ۲۰۲۴ کال کې د خپلو محدودوونکو او «تبعیضي» پالیسو پر پلي کولو سره په بېلابېلو برخو کې افغانان په ځانګړې توګه نجونې او ښځې له زده کړو، کار، روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي او ګڼو نورو اسانتیاوو راګرځولي او په دې توګه یې بشري مرستو ته د دوی د اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.

په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې طالبانو د د سیستماتیکو خنډونو په رامنځته کولو سره د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

راپور؛ محدودیتونو په افغانستان کې بشري وضعیت لا نور خراب کړی دی.

GPC او UNHCR په خپل ګډ راپور کې وايي چې ښځې، نجونې، هلکان، معلولین، لږکي، د پاخه عمر لرونکي کسان، ځوانان، کورني بېځایه شوي، له نورو هېوادونو راستانه شوي کډوال او له ګواښ سره ډېری نورې مخامخ ډلې د خپلو حقونو، ازادیو، خوځښت او عامه مدني ژوند ته د لاسرسي په برخو کې له شدیدو محدودیتونو سره مخامخ دي.

دا هغه څه دي چې په هېواد دننه ځینې نجونې او ښځې یې هم له امله شکایت کوي.

افغان مېرمنې وايي، محدودیتونو له سخت وضعیت سره مخ کړې دي

د کابل ښار یوې اوسېدونکې او له پوهنتونه راګرځول شوې محصلې چې نه غواړې نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل چې روانو محدودیتونو ډیری افغانان په ځانګړې توګه ښځې د خپل, هر ډول حقونو تر څنګ له سختو اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ کړي دي.

دا مېرمن وايي“اوسني وضعیت پر ښځو نور هم فشاروته زیات کړي ځکه طالبانو ښځې له هرراز کارونو راګرځولي، تعلیم نه شته، دندې نه شته او دوی اوس ټولې په کورونو کې دي. داسې مهال چې ډېری کورنۍ نارینه سرپرست نه لري او ښځې د کورنیو سرپرستانې دي موږ غوښتنه کوو چې نړیوال دې لاس په کار شي او د طالبانو پر حکومت دې فشار راولي."

کابل، افغانستان- یوشمېر معترضې مېرمنې د تعلیم او کار غوښتنه کوي
کابل، افغانستان- یوشمېر معترضې مېرمنې د تعلیم او کار غوښتنه کوي

د ښځو د حقونو او بشري ځینې افغان فعالانې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید پر افغان ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د دوی د بشري ژوند ژغورنې لپاره پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو پر حکومت د فشارونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

له دې ډلې ماریا نوري ازادي راډیو ته وویل چې “نړیواله ټولنه باید پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشارونه راولي تر څو هغوی د ښځو او نجونو حقونه مراعت کړي او بل نړیوال سازمانونه باید له افغان ښځو د ملاتړ بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي لکه انلاین زده کړې، د روغتیایي خدمتونو رسول او مالي مرستې دې ورسره وکړي او بل باید د ښځو پر وړاندې هر ډول ظلمونه ثبت او نړیوال محکمې ته وړاندې شي چې نور د ښځو او نجونو پر وړاندې د اوسني وضعیت د دوام مخه ونیول شي.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د زیانګالو د کړاو زیاتېدل او د نړیوالو د بشري مرستو د دوام اړتیا

د ساتنې د نړیوال کلستر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په راپور کې راغلي چې افغانستان په تیر ۲۰۲۴ کال کې له شدیدو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو بې ثباتیو او ننګونو سره مخ و، او په وینا یې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه د کډوالو له راستنېدو سره دا وضعیت نور هم سخت شوی دی.

د GPC او UNHCR په ګډ راپور کې دا یادونه هم شوې چې له لسیزو راهیسې جګړو ځپلی افغانستان لا هم له شدیدو اقلیمي ټکانونو سره مخ دی چې په ټکو یې د زیانګالو خلکو د کړاو کچه نوره هم لوړي.

په راپور کې د نړیوالې ټولنې له خوا له ګواښونو سره مخامخ ډلو او زیانګالو خلکو ته د بشري مرستو د چمتو کولو او سمدستي اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG