د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسیدونکې نظیفه وايي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې په زلزله کې یې کور وران شو. د بیرته رغولو توان یې نه لري نو لا هم په وران، ویجاړ کور کې اوسي.
نوموړې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
(( کورونه نم وهلي دي، دوې ورځې کیږي چې باران اوري. زموږ کورونو په زلزله کې درز کړی، ډېر بیریږو ځکه کورونه مو ویجاړ شوي دي. نه دروازه لري نه کړکۍ لري، په همدې رقم شپې ورځې تیروو. ))
د خوست ولایت اوسیدونکی اجمل ځاځی چې کور یې د تیر کال ژمي د اورښتونو له امله زیانمن شوی دی، هم وايي:
"هر څه ویجاړ دي. وس مو نه درلود چې جوړ یې کړو، کړکۍ نه لرو، ترپالونه مو راتاو کړي چې خپله شپه پرې سبا کړو. بارانونه او بادونه هم دي. ګزاره مو نه کیږي. غواړو له موږ سره مرسته وشي."
دوی ادعا کوي چې لازمه پاملرنه ورته نه دی شوې او د طالبانو له حکومت او دغه شان له مرستندویه بنسټونو غواړي، مخکې تر دې چې د ژمي ورښتونو یې لا وځپي او هم له بې کورۍ د خلاصېدو په خاطر ورسره د سرپناه په برخه کې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ریاست نن یکشنبې (د دلوې ۲۱ مه) د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د بارانونو، واورې او تیزو خبرداری ورکړی دی.
دغې ادارې اټکل کړی چې په هرات، فراه، نیمرو، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشیرو ولایتون کې به واورې، بارانونو او تیزو بادونو وشي.
په ځینو سیمو کې د باران کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي میتره او د واورې کچه بیا د ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې.
د سرچینې په خبره، د سالنګونو په ګډون په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د قوي بادونو تمه کیږي، چې سرعت یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
د ټولنیزو چارو پوه مجیب لحاظ وايي دولتونو باید له وړاندې له طبعي پېښو زیانمنو ته د بېړنیو مرستو چمتوالی ولري:
"طبیعي پیښې ډيری ان د وړاندوینې وړ نه وي خو دولتونه او
حکومتونه مسولیت لري چې وار دمخه ځينو مسایلو ته تیاری ولري او متضرره او زیانمنو کسانو ته باید پر وخت ورسیږي
."
د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د عامه اړیکو او ارتباطاتو رییس او ویاند، جانان سایق د جنوري میاشتې په ۱۳مه نیټه په یوه مرکه کې ویلي چې په روان ژمي کې د طبيعي خطرنو د مدیریت په برخه کې یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ یو پلان جوړ کړی څو د پيښو د رامنځته کیدو پر مهال په ګډه له زیانمنو سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جنورۍ په ۱۵مه راپور ورکړی و چې د درنو واورو، بارانونو او طوفانونو په ګډون، د هوا سختو حالاتو د افغانستان په شمالي او ختيځو سیمو کې لږترلږه ۱۰ کسان مړه او ۱۷ نور ژوبل کړي دي.