د مزار شریف ښار اوسېدونکی ۲۵ کلن ځوان حارث وايي، درې کاله کېږي هره ورځ د انرژي لرونکي مشروباتو یوه قوطۍ څښي.
دی وايي په پیل کې یې یوازې کله ناکله د ستړیا د لرې کولو لپاره څښله، خو د وخت په تېرېدو یې عادت وګرځېده او اوس یې له څښلو پرته فکر کوي چې ورځنی چارې نه شي ترسره کولای.
حارث له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، که څه هم د دې څښاک له زیانونو خبر دی خو بیا یې هم یې څښلو ته دوام ورکړی دی:
"درې کاله کېږي چې زه د انرژي لرونکي څښاک څخه استفاده کوم، دا هم راته معلومه ده چې روغتیا ته زیان لري، خو اوس پرې عادت شوی یم که یې و نه څښم، ځان ارام نه احساسوم.»
"درې کاله کېږي چې زه د انرژي لرونکي څښاک څخه استفاده کوم، دا هم راته معلومه ده چې روغتیا ته زیان لري، خو اوس پرې عادت شوی یم که یې و نه څښم، ځان ارام نه احساسوم.»
د هرات ښار اوسېدونکی محمد چې ۳۰ کلن دی، وايي په پیل کې یې فکر کاوه چې انرژي لرونکي نوشابې یوازې د ستړیا د ختمولو لپاره ګټور دي، خو وروسته پوه شو چې ده ته یې د بې خوبۍ سربیره ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.
نوموړی وايي چې د اوږدې مودې لپاره د دې ډول مشروباتو پر کارونې روږدی شوی خو هڅه کوي چې کم یې کړي:
"هر ځل چې یې وڅښم، هماغه شپه سم خوب نه شم کولی، تل له ځانه سره وایم چې نور یې نه څښم، تر خپلې وسه هڅه کوم چې نور یې پریږدم.»
"هر ځل چې یې وڅښم، هماغه شپه سم خوب نه شم کولی، تل له ځانه سره وایم چې نور یې نه څښم، تر خپلې وسه هڅه کوم چې نور یې پریږدم.»
په افغانستان کې یو شمېر هټیوال « دوکانداران» وايي چې د افغان ځوانانو د لوړې تقاضا له امله، د انرژي لرونکو مشروباتو له ۱۰ څخه زیات ډولونه بازار ته راوړل کېږي.
مجیب ماهر، چې په کابل ښار کې سوپرمارکېټ لري، ازادي راډیو ته یې وویل:
"زموږ شاوخوا ۸۰ سلنه پیرودونکي ځوانان دي، دوی ته د دغو مشروباتو څښل یو عادت ګرځیدلی که هره ورځ یې و نه څښي، نو داسې فکر کوي چې سګرټ یې نه دی څښلی ما ان داسې کسان لیدلي چې د سهار اته بجې راځي او دغه مشروبات څښي.»
د روغتیايي چارو یو شمېر مختصیصن له دې ډلې یې عبدالجبار مومن یار وايي چې د انرژي لرونکي څښاک ډیر څښل عصبي سیستم تحریکوي، او که دوامداره وکارول شي، انسان پردې روږدی کېږي.
نوموړي له دغو مشروباتو د کارونې د زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هغه کسان چې له انرژي لرونکو ګازداره مشروباتو ډېره ګټه اخلي د وزن د زیاتوالي، د شکرې ناروغۍ، مغزي سکتې، د زړه د ناروغیو، د غاښونو له خرابوالي او معدې د زخم په څېر له ډول ډول ناروغیو او ستونزو سره مخ کیږي.»
یو شمېر افغانان باور لري چې په هېواد کې د انرژي لرونکو مشروباتو لپاره پراخ تبلیغات د دې لامل شوي چې ځوانان یې زیات استعمال ته وهڅول شي.
ډاکتران وايي چې د حکومتونو له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه کولی شي د دې څښاک د استعمال د کمولو په برخه کې ګټور تمام شي.
دوی سپارښتنه کوي، هغه کسان چې انرژۍ لرونکې نوشابې ډېرې کاروي، باید ورو ورو یې د څښلو اندازه کمه کړي او پر ځای یې طبیعي بدیلونه، لکه اوبه، د لیمو اوبه، او شین چای وکاروي.
د یادونې ده چې په ډېری هېوادونو کې له ۱۸ کلنۍ څخه ښکته کسانو ته د انرژي لرونکو مشروباتو د پلور په برخه کې محدویتونه وضع شوي خو په افغانستان کې له کوم محدوید پرته په ازاد ډول پلورل کیږي.