سمیع الله، د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ کارکونکی دی، وايي د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله اندېښمن دی.
نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
«یو اوونۍ وړاندې چې د ډالرو نرخ لوړ شو، د خوراکي توکو بیې هم پورته شوې، خو کله چې ډالر بېرته ټیټ شو، د بازار د خوراکي توکو بیې بدلې نه شوې. هغه نرخونه چې یوه اوونۍ وړاندې وو، اوس هم هماغه دي. خلک ډېر اندېښمن او وېردلي دي او ډېر خواراکي توکي اخلي، تر څو نرخونه لا ډېر لوړ نشي.»
د پروان ولایت اوسېدونکی قیوم هم ورته اندېښنې لري.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
"نه اوړه اخیستى شو نه وریجې او نه هم غوړي دولت بازارونه کنټرولولی نه شي. په لس دقیقو کې نرخونه پورته کېږي. چې پوښتنه وکړې، دوکاندار وايي چې د ډالر نرخ لوړ شوی. اسلامي امارت باید د خلکو غږ واوري او یو حل پیدا کړي."
په ورته وخت کې، یو شمېر اقتصادي پوهان له خلکو غواړي، چې د ډالرو د نرخ د لوړوالي سره سم، د احتکار په موخه بازار ته را ډله نشي، ځکه دا چاره د بیو د لا لوړوالي لامل کېږي.
د دوی له ډلې د البيروني پوهنتون پخواني استاد ندیم انوري ازادي راډیو ته وویل:
« د بهرنیو اسعارو د ارزښت په لوړېدو سره د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې نښه ده چې اوسنی حکومت د ازاد بازار د کنټرول توان نه لري. موږ د ډالر د نرخ پهلوړېدو سره د خوراکي توکو د بیو د زیاتوالي شاهدان یو، چې په تېرو ورځو کې یې ډېرې ستونزې راپیدا کړې دي. که دا کار سوداګر د خپل ګټې لپاره کوي او که عام خلک د قحطۍ او ګراني له وېرې، نو بیا هم دا یوه جدي ستونزه ده.»
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
«په دې اړه د ښاروالۍ او د سوداګرۍ وزارت کې ځانګړی کمیسیون شته، چې ښاروالۍ نرخونه ټاکي او څوک احتکار نه شي کولی. کله چې مواد په دوکانونو کې موجود وي، دا په دې مانا ده چې احتکار نه کېږي، خو واقعاً په ځینو ځایونو کې چې نرخونه لوړ شي، بېرته نه راټیټیږي. اصولاً باید د ډالرو د ټیټېدو سره د خوراکي توکو نرخونه هم کم شي.»
د کابل په " شهزاده سرای" کې صرافان وايي، چې د یکشنبې په ورځ د دلوې ٢١د یو امریکایي ډالر نرخ ۷۳ افغانیو ته راښکته شوی، حال دا چې د تېرې اوونۍ په جریان کې ۷۶ افغانیو ته رسېدلی و، او له دې وړاندې ۸۳ افغانیو ته لوړ شوی و.
خو د کابل د مندوۍ دوکانداران وايي، د خوراکي توکو بیې نه دي ټيټي شوې، د دوی په وینا، یکشنبه د (۲۱ دلوی مه) یوه بورۍ ۵۰ کیلوي قزاقي اوړو په ۱۳۸۰ افغانۍ، یوه بورۍ ۲۴ کیلويي اعلی وریجې په ۲۳۰۰ افغانۍ، د غوړیو یو ۱۶ لیټره ډبی په ۱۷۷۰ افغانۍ او یو من بوره په ۳۷۰ افغانۍ خرڅېده.
که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره هره اوونۍ لسګونه میلیونه ډالر لیلاموي، خو یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، دا یوه لنډمهالې حللاره ده.
دوی د ډالر د نرخ لوړوالی د امریکا د مرستو د بندېدو له موضوع سره تړلی بولي.
امریکا، چې په تېرو درې کلونو کې هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نوم افغانستان ته لېږل، د نړیوال بانک د راپور له مخې، دا مرستې د افغانۍ د ثبات لپاره ډېرې مهمې وې.
د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو فرمان کې د ۹۰ ورځو لپاره د خپلو ټولو بهرنيو مرستو ځنډولو اعلان کړی دی. نوموړي ویلي، چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغوی بیروکراسي د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري.