د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډه


منیت شورا ویلي چې سبا دوشنبه د فبرورۍ په لسمه په افغانستان کې د داعش په اړه یوه غونډه جوړیږي. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د داعش په ګډون یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي خو یو شمېر شننونکي وايي، د داعش ګواښ لا هم پر ځای دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا دوشنبه د فبرورۍ لسمه په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د ځانګړې غونډه کوي.

په دې اړه د امنیت شورا په اعلامیه چې پرون خپره کړې ویلي په دې ځانګړې غونډه کې به د افغانستان په ګډون په سیمه کې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور وړاندې او بحثونه به پرې وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې چې د تېرې جنورۍ میاشتې په ۳۱ مه خپور شو، راغلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان دننه او ورهاخوا سیمو کې لوی ترهګریز ګواښ دی.

امنیت شورا ویلي چې دې غونډې ته به د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورنکوف او د تروریزم په وړاندې د مبارزې د کمیټې اجراییوي مشره نتالیه ګهرمن په افغانستان او سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه چې لا پر خپل ځای پاتې دي د غونډې ګډون والو ته معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان او سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه جوړوي د طالبانو حکومت له دې وړاندې په وار وار د دغه ډلې په وړاندې د مبارزې ادعا کړې او ویلي یې دي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.

خو د پوځي او امنیتي چارو یو شمېر شنونکي وايي داعش لا هم د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هیوادونه ګواښي:

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرسیتال شاه محمود میاخیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د داعش په وړاندې مبارزه هغه مهال ممکنه ده چې په افغانستان کې یو قانوني او د خلکو له لوري حکومت رامنځته شي:

"د داعش ګواښ د افغانستان په ګډون په سیمه او نړۍ کې موجود دی، ځکه درې څلور یا پنځه کسان تصمیم نیسي او کولای شي چې تخریبي اعمال ترسره کوي، د دې لپاره ګډې هڅې او مقابله مهمه ده، خو دا په هغه وخت کې کیږي چې په یو هیواد کې مشروع او قانون مند او ولسواکه حکومت موجود وي، خلک له حکومت خوشحاله وي او ولس له حکومت سره همکاري وکړي."

د امنیتي چارو پوه محمد اسحاق اتمر بیا د داعش په وړاندې د ګډو هڅو وړاندیز کوي او وايي امنیت شورا دې اول هغه هیوادونه چې د ده په خبره داعش روزي او امکانات ورته برابروي په نښه کړي:

"تر څو پورې چې امنیت شورا په دې برخه کې د هغه هیوادونو لاسونه لنډ او په ډاګه نه کړي چې د داعش ډلې ملاتړ کوي، دوی ته روزنه او امکانات ورکوي او بیا یې افغانستان ته استوي، زه فکر نه کوم چې دومره په اسانه دې داعش په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې له منځه یوړل شي، د دې لپاره شریکې هڅې پکار دي، که دا ونه شي د دې ډلې د لمنځه وړلو ګواښ رفع کېدای نه شي."

زه فکر نه کوم چې دومره په اسانه دې داعش په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې له منځه یوړل شي، د دې لپاره شریکې هڅې پکار دي، که دا ونه شي د دې ډلې د لمنځه وړلو ګواښ رفع کېدای نه شي.

"

طالبانو ادعا کړې چې د داعش روزنیز مرکزونه له افغانستان بهر د پاکستان په یو شمېر سیمو کې موجود دي خو دا ادعا د پاکستان حکومت رد کړې ده.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې ګڼ بریدونه د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا ترسره شوي چې پکې د طالبانو ځینې جګپوړي چارواکي هم په نښه شوي دی.

د تېر ۲۰۲۴ د ډیسمبر په ۱۱ مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د مرګوني ځان مرګي برید مسولیت داعش ډلې واخسیت، هغه چې د داعش د ځپلو او په افغانستان کې یې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو ادعا تر پوښتنې لاندې راوسته.

XS
SM
MD
LG