د ډله ییز امنیت د تړون سازمان عمومي منشي امانقلي تاسماګامبتوف وايي د منځنۍ اسیا هېوادونه لا هم له افغانستانه د ترهګرۍ، تُندلارۍ او مخدره موادو د قاچاق له پلوه له ګواښ سره مخ دي.
د دغه سازمان په اعلامیه کې د تاسماګامبتوف په حواله راغلي دا ګواښونه په افغانستان کې له یو لړ مثبتو پرمختګونو سره سره دوام لري.
د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د پارلماني کمېټو مشرانو د روسیې په پارلمان دوما کې د جمعې په ورځ غونډه کړې او د سیمې او افغانستان په اړوندو مساییلو یې بحث کړی دی.
د یادې غونډې په پای اعلامیه کې ټینګار شوی چې له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترهګرۍ او مخدره موادو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړي هېوادونه ګډې هڅې کوي.
د بېلګې په توګه د تاجکستان – افغانستان په پوله باندې ګډ بین الدولتي پروګرامونه دي چې هدف یې د ترهګرۍ د ګواښونو او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره لا زیات چمتووالی یاد شوی.
د افغانستان سره په پوله باندې تاجکستان او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ځينو غړو له هغې ډلې روسیې څو واره پوځي تمرینونه کړي.
د طالبانو حکومت بیا د ډله ییز امنیت د تړون سازمان دا اندېښنې بې ځایه بولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پيغام کې چې د شنبې په ورځ خپور شوی ویلي:
«د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چې د افغانستان یا د پولو په تړاو کومه اندېښنه مطرح کوي په ځای نه ده. افغانستان ټولیز امنیت لري. او ژمنې موجودې دي چې د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر ضد د اقدام لپاره اجازه نشته.»
د ډله ییز امنیت د تړون په سازمان کې چې په ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شوی ارمنستان، بلاروس، قزاقستان،قرغزستان، روسیه او تاجکستان شامل دي. د افغانستان مخلوع جمهوري دولت د دغه سازمان پخوانی ناظر غړی وو.
د یاد سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی چې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو په هدف به د ملګرو ملتونو سازمان، شانګهای د همکارۍ سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو له سازمان سره به له نږدې همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکوي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري په دې اړه چې د ډله ییز امنیت تړون د سازمان دا اندېښنه څومره په ځای ده ازادي راډیو ته وویل:
«کومه ادعا چې طالبان مطرح کوي چې د داعش بنسټ یې ویستلی او داعش اصلاً فعاله نه دی دا یوه کاذبه ادعا ده. موږ او تاسو عملاً شاهده یو چې داعش د طالبانو د لوړپوړو مقاماتو په وړاندې تروریستي عملیات ترسره کړي دي. په عین ترتیب که د ډله ییز امنیت تړون هېوادونه او یا نور هېوادونه چې د داعش ګواښونه مطرح کوي دا یو بربنډ واقعیت دی.»
د ډله ییز امنیت تړون سازمان په مسکو کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ ترهګریز برید لا پسې اندېښمن کړل.
په هغه برید کې چې د مارچ په ۲۲مه د مسکو په څنډه کې په یوه تیاتر کې وشو څلورو وسله والو نږدې ۱۵۰ کسان په ډزو مړه او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړل.
په هغه برید کې چې مسوولیت یې داعش ومانه روسیې څلور اصلي بریدګر او ورسره تړلي نور شکمن کسان د تاجکستان اتباع وبلل.
د راپورونو په اساس ځينې دغو بریدګر له ترکیې او یا ځینو نورو هېوادونو روسیې ته تللي وو.
د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړو داسې وخت له افغانستانه د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق د ګواښونو په تړاو اندېښنه ښوولې چې تمه ده را روانه دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي.
امنیت شورا ویلي چې په دې غونډه کې له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په تېره بیا د داعش خراسان ولایت څانګې د فعالیتونو په اړه بحث وشي. امنیت شورا ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستي راپور له مخې داعش لا هم افغانستان او ورهاخوا سیمه کې یو لوی ترهګریز ګواښ دی.