احمدالله، چې د بلخ ولایت اوسېدونکی دی، وایي چې له انټرنیټي نړۍ او ټولنیزو رسنیو پرته بله تفریح نه لري.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ له لسو ساعتونو زیات وخت د ټولنیزو شبکو د بېلابېلو مطالبو په کتلو تېروي.
احمدالله وايي"زه کار او مصروفیت نه لرم، ډېر وخت مې په ټولنیزو شبکو کې تېریږي، هره ورځ شاوخوا لس تر دولس ساعته مختلف مطالب ګورم. له ډېرې ستړیا وروسته زیاتره وخت ټیک ټاک، یوټیوب، انسټاګرام او فیسبوک ته مخه کوم او ورځ مې ورسره تېریږي."
یوشمېر ځوانان وايي چې له ټولنیزو رسنیو پرته بله کومه تفریح نه لري.
د کابل ښار یو دواکاندار عبدالمصور وايي په انټرنیټ کې بوختیا او د ټولنیزو رسنیو کارول یې عادت ګرځېدلی دی.
نوموړی زیاتوي چې "نن سبا ټیک ټاک، انسټاګرام او فیسبوک پاتې دي، چې مختلف شیان پکې ګورم. له سهاره تر ماښامه، ان د خوب تر وخته، له دې شبکو استفاده کوم، دا راته یو عادت ګرځېدلی دی.
ښځې او د ټولنیزو شبکو بوختیا
د کابل ښار اوسېدونکې فتانه، چې د زدهکړو له نعمته بېبرخې شوې ده، وایي هره ورځ د معلوماتي مطالبو لټه کوي او کله نا کله د رواني ناروغیو د مخنیوي لپاره تفریحي موضوعات هم څاري. "ځینې وخت د ذهني ارامۍ او د یوازیتوب د احساس د کمولو لپاره له دې شبکو څخه استفاده کوم. نن سبا ډېری هغه نجونې چې له زدهکړو محرومې شوې، له یوازیتوب او رواني ستونزو سره مخ دي. د ټولنیزو شبکو تفریحي برخه ورته د وخت تېرولو یوه وسیله شوې. زه هڅه کوم چې محدود وخت ورته ځانګړی کړم."
دا ځوانان وایي چې په ټولنیزو شبکو کې بېلابېل مطالب شته، چې له لیدو یې خوند اخلي، او کله نا کله یې له خپلو ملګرو سره هم شریکوي.
د ارواپوهانو خبرداری
ارواپوهان له ډلې یې وحید نور زاد وایي چې که د مجازي نړۍ او ټولنیزو شکو کارونه مثبت هدف ولري، نو ډېره ګټه لري، خو که له حده زیات وکارول شي، نو د انسانانو پر روغتیا او ژوند منفي اغېزې پرېباسي.
"په حقیقت کې دا یوه پټ او عصري اعتیاد دی، چې د انسان پر روان ناوړه اغېزې لري، د تمرکز، حافظې او دقت کمښت راولي، د سر دردونه، چې ذهني لامل لري، پیدا کوي، فشار پیدا کوي، د زغم کچه راټیټوي، یعنې که څوک ډېر زغم او حوصله ولري، په مجازي نړۍ کې یې ډېر فعالیت بېحوصلې کولی شي."
ارواپوهان وايي چې پر ټولنیزو شبکو ډېر فعالیت ډېر ناوړه اغېزې لرلای شي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان له ډلې یې روزي محمد زابلی بیا وايي چې په ټولنه کې پر مجازۍ نړۍ د روږدې کېدو د مخینوي لپاره باید له دغې پدیدې د سمې کارونې اړوند پروګرامونه پلي شي.
"له بده مرغه، هغه ټولنې چې ټکنالوژي پکې ډېره عامه نه ده، د ټکنالوژۍ د کارولو په اړه کم معلومات لري، چې د افغانستان ټولنه هم په دې ډله کې راځي . د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې اوسنی نسل د ټکنالوژۍ له سم استعمال ناخبره دی. زما په نظر، سالمه استفاده سالمه پوهه غواړي، چې باید په ټولنه کې عامه شي."
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ډېر ځوانان په مجازي نړۍ کې له اندازې زیات بوخت دي چې دې مسلې د کورنیو په ځانګړي توګه د کورنیو د والدینو جدي اندیښنې راپارولي دي.
د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې ۱۳ میلیونه تنه انټرنټ ته لاسرسی لري.