په داسې حال کې چې د جام څلي یا منار جام د نړېدو د خطر په اړه اندېښنې شته، د چمپپینز ټرافي سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ اقدام، چې د لوبډلې پر کمیسونو یې د منار جام تاریخي څلي نښې جوړې کړي، د یو شمیر افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.
د غور ولایت ځینې اوسېدونکې وايي د کرکټ بورډ په دې اقدام سره به د نړیوالو تاریخي او فرهنګي بنسټونو پام د دغه جام بیا رغونې ته واوړي.
د غور ولایت دوو اوسېدونکو عبدالرحمان او شرف الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« د کرکټ بورډ له دغه اقدامه هرکلی کوو، منار جام يوازې زموږ د غوريانو نه بلکې د ټولو لپاره مهم دی او پکارده ده چې په ساتنه کې یې فعاله ونډه واخلو.»
« کرکټ بورډ ښه اقدام کړی، منار جام او نور تاریخي اثار د افغانستان لپاره مهم ارزښت لري د دوی مرمت او بیا رغونه د ګرځندوی له صنعت سره مرسته کولای شي او بل دا چې په دغه اقدام کیدای شي ګرځندویان افغانستان ته د راتګ لپاره وهڅیږي، موږ له حکومت او ټولو فرهنګي ادارو غواړو چې په دې برخه کې لا ډېر اقدامات وکړي.»
د افغانستان کرکټ بورډ د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې په ورستیو کې اعلان وکړ چې د چمپینز ټرافۍ سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې نویو جامو کې د غور ولایت د جام څلی نښې ډیزاین شوی دی.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د کرکټ د ملي لوبډلې په جامو کې د منار جام د نښو د ډیزان د موخو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
« له دغه اقدامه زموږ موخې ډېرې دي، لومړنی هغه یې دا ده چې موږ د افغانستان لرغونتیا او تاریخ نړیوالو ته وښیو او که ستاسو پام شوی وي موږ وړاندې په ځینو جامونو کې له روخام قیمتي ډبرو او لاجوردو او د کونړ لرګیو څخه استفاده کړې ده چې له دې کاره زموږ لویه موخه همدا ده چې د افغانستان ښکلا او لرغونی تاریځ نړۍ معرفي کړو.»
له دې کاره زموږ لویه موخه همدا ده چې د افغانستان ښکلا او لرغونی تاریځ نړۍ معرفي کړو.»
جام څلی د افغانستان له لرغونو اثارو یو مهم هغه دی چې شاوخوا ۸۰۰ کاله مخکې د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پر مهال د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ شمال لودیځ په ۱۲ کلیومترۍ کې د خښتو او خاورو نه د ۶۵ مترو په لوړوالی جوړ شوی او په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې یونسکو په خپلو فرهنکي میراثونو کې ثبت کړی دی.
دغه تاریخي څلی چې د هریرود سیند یې له څنګه یې تېرېږي، د ورښتونو له امله تر د ورانيدو د خطر سره مخ دی.
شا او خوا پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو، د دغه تاریخي څلي د بشپړ تخریبېدو په خبرداري سره د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او فرهنیګي سازمان ( یونسکو ) وغوښتل چې د جام منار له ویجاړېدو وژغوري.
د فرهنګي چارو پوه او لیکوال عبدالغفور لیوال وايي تاریخي ابدات د یوه هېواد او ټولنې ارزښتمنه شتمني ده او په کار ده چې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي:
« د جام تاریخي منار چې ښایي د بامیانو تر مجسمو وروسته د افغانستان د لرغونو ابدو مهم میراث وي، لږ تر لږه اته سوه کاله عمر لري، دغه منار د افغانستان فرهنګي نښه ګڼلی شو د کرکټ د ستورو په کالیو باندې د انځورونو خپرېدل ګڼ ارزښتونه لرلای شي.»
د یادونې ده چې د پاکستان په کوربتوب چمپینز ټرافۍ سیالۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه پیلیږي او افغانستان هم پکې ګډون کوي.
هیره دې نه وي چې د نورو هیوادونو د کرکټ لوبډلو هم ډیر ځله د خپل تاریخ، فرهنګ او دودونو د ښودلو دغه شان نورو اړینو پیغامونو د رسولو لپاره ورته کړنې کړې دي.