سره له دې چې په وار وار د طالبانو حکومت، ملګرو ملتونو او د امریکا د تېر حکومت په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان ته هرډول مرستې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له لارې تر اړمنو افغانانو رسېږي، خو تازه یو ځل بیا د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي چې طالبانو د ملګرو ملتونو په تړونونو کې لاسوهنې کوي چې په خبره یې د دوی د قراردادیانو په غوره کولو کې مهم رول لري.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د یکشنبې په ورځ امریکایي رسنۍ (اېن بي سي نیوز) سره مرکه کې وویل:
"زه فکر نه کوم چې د امریکا خلک دې د ملګرو ملتونو د تړونونو له لارې طالبانو ته تر درې میلیاردو زیاتو ډالرو د استولو ملاتړ وکړي، هغه پیسې چې په ټوله کې یوازې طالبانو ته دا اسانتیا برابروي چې د عمل په ډګر کې د خپلو پلویانو او هغو کسانو تر منځ چې سزا ورکول کېږي، پرېکړه کوي او د ګټونکو او بایلونکو برخلک ټاکي، موږ په دې اړه پرلپسې مستند شواهد لرو چې دا مسله ثابتوي، نو د اوږد مهالو څېړنو او کمېسیونونو د جوړېدو پر ځای، ولسمشر د اقدام غوښتونکی دی او دا هماغه څه دي چې د ترسره کېدو په حال کې دی."
مایک والټز ادعا وکړه چې په دې اړه یې مستند شواهد او اسناد راټول کړي دي.
ښاغلي ولټز د امریکا پر پراختیایي ادارې (یو اس اې ای ډي) چې اوس د متحدو ایالاتو له بهرنیو چارو وزارت سره ګډه شوې، نیوکه وکړه چې ددغه هېواد مالي مرستې یې په سمه توګه مدیریت کړي نه دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
خو له دې وړاندې نوموړي د ملګرو ملتونو د چارو په ګډون د خیریه بنسټونو او بهرنیو مرستو د هر ډول لاسوهنو په اړه راپورونه او ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی برعکس په سیمه کې د دغو ادارو کارکوونکو ته تسهیلات برابروي چې اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي، خو په افغانستان دننه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو کارکوونکو او دې مرستو ته ځینو اړمنو افغانانو بیا ازادي راډیو وویل چې د طالبانو سیمه ییزچارواکې د دوی په چارو کې لاسوهنې کوي.
د ملګرو ملتونو د یوې ادارې کارکوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې نوم او د ادارې هویت خپور شي ازادي راډیوته یې وویل:
“دلته وضعیت داسې دی چې د دوی (طالبانو) له اجازې پرته له ملګرو ملتونو څخه هېڅ څوک قرارداد نیولی نه شي. د دوی فرمان دی چې هر قرارداد اول باید د طالب وي، بل چا ته اجازه نه ورکوي. په ولایتونو کې هم چې د مرستو وېش کېږي، او د طالبانو د هییت تر څار لاندې به وېش کېږي او د دوی خلک به په نظر کې نیول کېږي. نو دا حقیقت دی.”
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP یو کارکوونکي بیا ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې “ د طالبانو لخوا د لاسوهنو موضوع سل په سله حقیقت لري.”
“ د طالبانو لخوا د لاسوهنو موضوع سل په سله حقیقت لري.”
د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته اړمن او کابل ښار یو اوسېدونکي رحیم الله هم شکایت کوي چې دا بشري مرستې دوی په ته نه رسېږي او په خبرهیې طالبان او د ټولنې مخه ور او جوماتانو امامان یې خپلو کې سره وېشي:
“بشري مرستې چې دلته راځي، لومړی خو یې طالبان خپل کسان په کې لیکي، بیا د کلي ملک او ملا امام ته هم ورکول کېږي، بیا مخه ورو خلکو ته ورکول کېږۍ، ځکه دوی ټول سره تړلي دي. دوی خو وایي چې موږ اړمنو ته مرستې رسوو، خو هېڅ کله داسې نه دي شوي.”
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له د نورو هېوادونو په ګډون له افغانستان سره تر درو میاشتو پورې مرستې وځنډولې.
د ټرمپ ټیم او په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازو ویلي چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د نړیوالو مرستو ګټه پورته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه په یوه راپور کې ویلي وه چې سږکال یې د طالبانو د مستقیمو لاسوهنو له امله د بشري مرستو ۸۳ پروژې په موقت ډول ځنډول شوې دي.
اوچا ویلي وه چې طالبانو یې د کارکوونکو له ګمارنې نیولې پر خلکو د مرستو تر وېش او ګنو نورو برخو مستقیمې لاسوهنې کړي چې په ټوګه یېیې دا مداخلې یې د تېر کال په پرتله ۶۳ سلنه زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (OCHA) همداراز ویلي وه چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په افغانستان کې نژدې ۲۳ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.