د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه


په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړې غونډې سره همهاله یو شمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې په بریدونو کې وژل شوي، وايي نړیوال باید په افغانستان کې د جنګ جګړو د مخینوي لپاره له افغانانو سره په رښتیني توګه مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې نن دوشنبه د فبرورۍ لسمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه کوي یو شمېر کسان چې د کورنۍ غړي یې د همدې ډلې په بریدونو وژل شوي وايي نړیوال باید په افغانستان کې د دایمي ثبات د ټینګښت په برخه کې رښتینې هلې ځلې وکړي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې جنګ جګړو ګن تاوانونه ور اړولي او هیله لري چې نور په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی رستم سعید چې د کورنۍ څوارلس غړي یې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې له لوري وژل شوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« زما د کورنۍ څوارلس غړي، ترونه، ماماګان، خوریونه او د ترونو زامن یې په بمونو کینول او لمنځه یې یوړل. هماغه جنګونه بس دي نور باید په دې وطن جګړې ودریږي

« زما د کورنۍ څوارلس غړي، ترونه، ماماګان، خوریونه او د ترونو زامن یې په بمونو کینول او لمنځه یې یوړل. هماغه جنګونه بس دي نور باید په دې وطن جګړې ودریږي. او څوک چې د جګړو لپاره کار کوي په هغوی مو غږ دا دی چې موږ غواړو باقي ژوند په سوله کې تېر کړو موږ کافي قربانۍ ورکړې نه غواړو چې نور خلک قرباني شي نړیوال باید په دې برخه کې په رښیتي توګه همکاري وکړي.»

د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکی کرامت همت چې تره یې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې له لوري وژل شوی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« د جنګ جګړو پرمهال دوی «د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې» زما یو تره وواژه اوس خو نسبتا امن دی، که هر نظام وي خو چې موږ ته پکې امن وي موږ پکې خوشحاله یو او هیله کوم چې په دې اړه زموږ غږ تر نړیوالو ورسوئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د فبرورۍ لسمه په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه کوي.

په غونډه کې به د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستي راپور چې وړاندې خپور شوی خبرې او بحثونه وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې چې د تېرې جنورۍ میاشتې په ۳۱ مه خپور شو، راغلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان دننه او ورهاخوا سیمو کې لوی ترهګریز ګواښ دی.

په راپور کې همدا شان راغلي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د پروپاګند څانګه په "پراخه توګه فعاله پاتې شوې او لا هم "پام وړ نغدو پیسو سرچینو" ته لاس رسی لري چې د اټکل له مخې یوازې په عراق او سوریه کې یې د پیسو اندازه شاوخوا لس میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستي راپور کې همداشان د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د ځانمرګي برید چې مسوولیت یې داعش منلی وه یادونه شوې او ویل شوي چې کیدای شي داعش به دا برید د طالبانو هغه ادعا تر پوښتنې راوړلو لپاره کړی وي چې وايي په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان او سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه کوي چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې په وار وار د دغه ډلې په وړاندې د مبارزې ادعا کړې او ویلي یې دي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.

د طالبانو له ادعاوو سره سره پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې ګڼ بریدونه د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا ترسره شوي چې پکې د طالبانو ځینې جګپوړي چارواکي هم په نښه شوي دی.

XS
SM
MD
LG