په افغانستان کې د ايران سفارت وايي چې له افغانستان سره د اوبو د لانجمنې موضوع پر سر هوکړې ته رسېدلي.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بیکدلي، پرون یکشنبه د فبروۍ ۹ مه د افغانستان له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د حقونو اوږدمهاله شخړه د وروستیو بریالیو خبرو اترو له لارې حل شوې ده او دا چې د طالبانو د حکومت چارواکو ایران ته ډاډ ورکړی چې د سیستان او بلوچستان ولایت د اوبو د ستونزو په حل کې به لازمه همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې دا پرېکړه د اسلامي ورورګلوۍ او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو پر بنسټ شوې ده.
بیکدلي همداراز ويلي چې ایران له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر پر مهال، دواړو هېوادونو د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند د اوبو تړون ته د ژمنتیا پخلی کړى.
خو پوښتنه دا ده چې له دې تړون پرته دایران او طالبانو ترمنځ د اوبو پر مسله د کوم بل تړون لاسلیکول یا هوکړې کول افغانستان ته پايلې لرلى شي؟
د اوبو د چارو کارپوهان وايي په داسې حال کې چې افغانستان خپله د ابو له سخت کمښت سره مخامخ دى اوس مهال له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو هر ډول تړون د افغانستان په ګټه نه ده او دا د افغان ولس د په حق کې ستره جفا بولي.
د دوى له ډلې عبدالله هېواد آزادي راډيو ته وويل:
"موږ سخت د اوبو له کمښت سره مخ يو ځکه له هېڅ ګاونډي هېوادونو سره د اوبو ماهده نشو لاسليک کولى ځکه کوم يخچالونه چې موږ درلودل چې زموږ د اوبو اصلي سرچينه ده هغه اوس تقريبا اوبه شوي موږ شاوخوا ٣٠٠٠٠ يخچاله درلودل او په ٢٠١٦ کال کې مو چې کومه سروې کړې وه ٢٧٠٠ يخچاله راپاتې وو اوس هغه هم ويلې شوي دي نو په دې اساس موږ د اوبو په تړاو له هېچا سره نه مايده کوى شو نه معامله، ځکه زموږ خپل خلک ورته اړتيا لري"
د اوبو او چاپیریال متخصص نجيب الله سديد آزادي راډيو ته وويل:
"اصلا بل تړو ممکن نه دى او که وشي هم هغه تړون به مشروع نه وي که بل حکومت راشي بيا دغه تړو ملغا کېږي ځکه دا حکومت مشروعيت نه لري د ١٣٥١ کال تړون له ډېرو بحثونو وروسته دوه شاهي حکومتونو ترمنځ لاسليک شوه دوړه مشروع حکومتونه وو له ډېرو بحثونو وروسته ټولو خاوو سنجولو وروسته ان اقليمي بدلونونه دا تړو لاسليک شوى چې وچ کال ، نورمال کال، د اوبو کال، ټول ابعاد يې سنجولى او دا يو جامى تړون دى دې ټوله نړي کې داسې تړونه ډېر کم ساري دي دې تړون ته بايد درناوى وشي او دواړه هېوادونه بايد خپل حقونه د دې تړون له مخې وګوري"
هڅه مو وکړه چې د ايران د سفارت د دې څرګنونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو خو د دوى د برېښنا او ابو لګولو وزارت وياتد مطيع الله عابد زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
د سياسي چارو کارپوه هان وايي چې د افغانستان د اوبو مسله يو لانجمنه موضوع ده او دواړه لوري غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات عادي وښيي.
د سياسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت آزادي راډيو ته وويل
"اوس چې اقليمي تغيرات راغلي اوبه کمې سوي اوبه کمې سوي په دواړو سيندونو هم هلمند او او هم هريرود باندې د نورو بندونو تړل يوه اړتيا ده ځکه نو ايران وېره لري چې کېداى شي پر دوى د اوبو اندازه نوره هم کمه شي زه فکر کوم چې دواړه لوري اوس هڅه کوي چې وښيي چې د نېکو مناسبات خاوند دي او د اوبو ستونزه حلوي"
افغانستان او ایران په کال ۱۳۵۱ لمریز کې د هلمند د اوبو د وېش په برخه کې تړون لاسلیک کړی.
د دغه تړون پر بنسټ افغانستان باید هر کال د هلمند د سیند په اوبو کې ایران ته ۸۱۷ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي.
د دغه هوکړې پر بنسټ ایران ته د هلمند له اوبو شل سلنه برخه رسیږي.
که څه هم ایران په وروستیو کې په وار وار د دغه تړون د نه عملي کېدو له امله شکایتونه کړي، خو افغان لوري ویلي چې ایران ته یې په تړون کې له یاد شوې اندازې زیاتې اوبه ورکړې دي.