د ملګروملتو په امنیت شورا کې د امریکا استازې، دوروتي شیا، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، چې د داعش د فعالیتونو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د داعش خراسان څانګه په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې لا هم د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري.
نوموړې زیاته کړه«لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور هم ټینګار کوي، په داعش پورې تړلې ډلې، په ځانګړي ډول د خراسان څانګه، نړیوال تهدید ګڼل کېږي. موږ د دې ډلې د وړتیاوو په اړه اندېښمن یوو، چې د بریدونو د طرحې، اجرا، او د نویو کسانو د جلبولو هڅې کوي، په تېره بیا په افغانستان او پاکستان کې."
د امنیت شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ ضد دفتر مشر د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وبلله.
ولادیمیر ایوانوویچ ورونکوف چې پرون (دوشنبې) د تروریستي اقداماتو له کبله نړیوال امنیت او سولې ته د ګواښونو په اړه د امنیت شورا غونډې ته معلومات وړاندې کول، وویل داسې راپورونه شته چې بهرني ترهګر افغانستان ته سفر کوي.
ورونکوف همداراز وویل چې د داعش خراسان څانګه نه یوازې په افغانستان کې بریدونه کوي، بلکې په اروپا کې یې هم د خپلو ملاتړو په وسیله بریدونه تنظیم کړي دي.
ده د نړیوالې سولې او ثبات پر وړاندې د تروریستي ګواښونو په اړه غونډې ته وویل چې داعش لا هم د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نوي جنګیالي جذبوي.
نوموړي وویل، سره له دې چې ملګري ملتونه، نړیوال او سیمهییز شریکان د داعش د فعالیتونو د مخنیوي هڅې کوي، خو دا ډله لا هم فعاله ده.
د سیاسي چارو شنونکی عزت الله پیژاند وايي، د نړۍ تجربې ښيي، په هر هغه هیواد کې چې د خلکو په خوښه اداره او حکومت موجود نه وي هلته د ترهګرو ډلو د فعالیت چانس زیات وي. ده په عین حال کې وویل:
«که نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه اود سیمې هیوادونه غواړي چې له دغه خطره ځان خوندي او په امن کې وساتي نو باید د طالبانو د حکومت او ادارې له ملاتړه لاس واخلي او پر بدیل یې فکر وکړي.»
د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته سره له دې چې په افغانستان کې د جګړې اور سوړ شوی، خو تر ټولو خونړي بریدونه داعش کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، چې د ترهګرۍ ضد دفتر مشري کوي، په منځني ختیځ او اقریقا کې هم د داعش پر فعالیتونو رڼا واچوله او ویې ویل چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له پرزېدو وروسته د داعش د ودې لپاره شرایط برابر شوي.
ده زیاته کړه چې د سوریې په شمال لویدیځ کې لا هم د داعش د غړو او د هغوی د کورنیو لسګونه زره کسان په کمپونو کې ساتل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مشر وویل چې په دغو کمپونو او زندانونو کې تر ۷۰۰ ډېر عراقي اتباع، سلګونه سوریه وال او ۸۶۰۰ تنه د نورو هېوادونو وګړي ساتل کېږي.
د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي منیر اکرم وویل چې داعش په افغانستان او پاکستان کې پر له پسې وسله وال جذبوي.
ده همداراز وویل چې القاعده په منځني ختیځ کې کمزوره شوې خو په افغانستان کې یې بیا سر راپورته کړی.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په ځلونو ادعا کړې چې د داعش مرکزونه په پاکستان کې دي او افغانستان ته د بریدونو لپاره له پاکستانه ورځي.
طالبانو په وروستیو ورځو کې د داعش د یو شمېر غړیو د نیولو خبره هم وکړه او ویې ویل چې دا کسان له پاکستانه ورغلي وو. پاکستان په دې اړه د طالبانو مخکینۍ ادعاوې رد کړي دي.