د افغان خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي، طالبان دې د بیګم راډیو هغه دوه خبریالان پریږدي چې پر دغې راډیو د چاپې پر مهال یې نیولي دي. که څه هم د دغو خبریالانو هویت معلوم نه دی، خو د همدې راډیو مشرتابه تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو یې دوه تنه کارکوونکي بندیان کړي.
د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د فردرېش مرتس په مشرۍ د مسیحي محافظه کاره ایتلاف بریا د افغان کډوالو او دې هیواد ته د لیږد په تمه افغانانو اندیښنې زیاتې کړي دي. دغه ائتلاف چې د کډوالۍ د سختو قوانینو پلي کولو غوښتونکی دی، دوه ورځې وړاندې په یادو ټاکنو کې مخکښ شو.
د کابل ښار د ځینو سیمو اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه یې کورنه پلټي او پوښتنې ږروېږنې ترې کوي. دوی وایي، له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې یې د کورونو تالاشي پيل شوې چې دوی یې پر لامل خبر نه دي او د طالبانو ځواکونه هم ورته د تلاشۍ د لامل څه نه وایي.
یوه امریکايي سناتور ویلي، ترهګرو ته د امریکا د مرستو د رسېدو د مخنیوي لایحه یې د تصویب لپاره سنا مجلس ته سپارلې ده. که چیرته دغه لایحه تایید او توشیح کیږي، له افغانستان سره د بشري مرستو څار هم زیاتیږي تر څو د طالبانو د حکومت چارواکي ترې ګټه وانخلي.
پاکستان په دې په غور کوي چې د چترال سیند د اوبو مخه په هغه ځای کې، چې د افغانستان خاورې ته داخلیږي، او د کونړ پر سین ورګډېږي، واړوي او د سوات په سین کې یې وبهیوي.
د پولیو واکسین کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او «له پولیو څخه پاک افغانستان» سازمان وايي چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به نږدې ۶،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.
د هسپانیا پلازمېنه مادرید نن دوشنبه او سبا د فیبرورۍ ۲۵مه د هرات د امنیتي ډیالوګ د دولسمې دورې کوربه ده.
د دغه مرکز مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو رسنیو دوه کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي او دفترونه یې نه دي پرانیستل شوي. د طالبانو حکومت شنبه اعلان کړی وو چې بېګم او ځوانانو راډیو ته یې بیا د نشراتو اجازه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې «یو این اومن» یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو ملاتړ اعلان کړی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی.
د جرمني له پارلماني ټاکنو سره هم مهاله په دغه هیواد کې یو شمیر میشت افغانان وايي، هیله من دي چې نوی حکومت یې ستونزې هوارې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هغه افغانان چې امریکا یې خپل هیواد ته ته بیايي، د غیر قانوني کډوالو په توګه به وپېژندل شي او له دې هیواده به وایستل شي.
نور راوښيه