دخوړو نړیوال پروګرام وايي سره له دې چې د ځینو توکو بیې يو څه ټیټې شوي، خو په ټوله کې په افغانستان کې د ژوند لګښت لا هم لوړ دی او د ډېری اړینو توکو بیې لاهم له کورونا او د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون د مخکې پرتله لوړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ښځې او ماشومان په دغه هېواد کې د اوبو د ناورین تر ټولو زیات زیان ګالي.
د عمان په مېدلیست کالج کې لسګونه افغانې محصلينې چې د متحده ايالاتو په مرسته يې د " ډبليو اس اي" بورسيې تر لاسه کړې وې وايي چې د دې پروګرام مالي ملاتړ بند شوی او دوی اوس له دې هيواده د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
یو شمېر افغانې ښځې او نجونې وايي وایي د طالبانو د حکومت له خوا پر دوی د لګېدلو محدودیتونو له امله په افغانستان کې د ګڼو نورو بشري اړتیاوو تر څنګ یې په ځېنو برخو کې ان ژوند ژغورونکو حیاتي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی سخت او ستونزو سره مخ شوي دي.
د اروپایي ټولنې، بریتانیا او نورو هېوادونو استازو له طالبانو غوښتي دي چې پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي او د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې له تړل کېدو یوه اوونۍ اوړي، خو لا یې هم د خلاصېدو په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. له دې امله دواړو غاړو ته مساپرو او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.
کندهار کې د اوړو تولید زیات شوی، خو صنعت لاهم له ستونزو سره مخ دی
د طالبانو حکومت وایي له متحدو ایالاتو سره یې د دوحې تړون پای ته رسېدلی او له دې وروسته یې پر بنسټ خپل حاکمیت پر مخ نه وړي.
دغه بنسټ په خپله تازه کلنۍ څېړنه کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دموکراسۍ له اړخه د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په کتار کې له لسو د صفر اعشاریه ۲۰ نمرو په تر لاسه کولو ان تر شمالي کوریا او میانمار هم «دیکتاتور» هېواد دی.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په تیر یو کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان اغیزمن شوي دي.
د پولیو د له منځه وړلو نړیوال ابتکار ( نوښت) اعلان کړی چې په افغانستان کې د "سیمې په سیمې" پولیو واکسین کمپاین پلي کول د هغو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راوستلی چې د واکسین له ترلاسه کولو محروم شوي دي.
د کونړ او ننګرهار د هغو سیمو اوسېدونکي، چې د ډیورنډ کرښې سره نېږدې پرتې دي، وايي، شاوخوا ۱۵ کاله کېږي چې د پاکستان پوځ یې پر کلیو او کورونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
نور راوښيه