په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې لا هم له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخامخ دي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې «یو این اومن» یې یو ځل بیا پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
«یو این اومن» د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۲مه، په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې باید د افغان ښځو او نجونو غږ واورېدل شي او د هغوی غوښتنو د پوره کېدو لپاره عملي اقدام وشي.
په دوام کې زياته شوې، اړتیا ده د افغان ښځو د مبارزې ملاتړ وشي او پر وړتیاوو یې پانګونه وشي.
«یو این ومن» زیاتوي چې د افغان ښځو مبارزه نړیواله ده او دا سازمان لا هم د هغوی تر څنګ ولاړ دی.
په همدې حال کې، یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له کار او زدهکړو محرومې شوي، وایي له درې نیمو کلونو راهیسې د کورونو بندیوانې دي، او د دوی په خبره، نړۍ یوازې د دې حالت ننداره کړې.
زهرا، چې د کابل اوسېدونکې ده او له نهم ټولګي وروسته له زدکړو منع شوې، ازادي راډیو ته يې وویل:
«تر اوسه نړۍ زموږ غږ نه دی اورېدلی، چې د ټولنې د نیمایي برخې، یعنې ښځو د ستونزو د حل لپاره یو عملي ګام پورته کړي. موږ نور ستړي یو له دې چې ووایو د ښوونځیو دروازې دې خلاصې شي، یا دې امید ولرو. لکه څنګه چې طالبان زموږ د غوښتنو په وړاندې بېپروا دي، نړیواله ټولنه هم چوپ پاتې ده. هره ورځ د طالبانو ظلم زیاتېږي، او موږ یې د ښځې په نوم له هر څه منع کړي یو.»
مریم، چې د کابل بله اوسېدونکېاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانۍ کارکوونکې ده خو اوس په کور ناسته ده. رادیو ازادي راډیو ته ته وويل:
«هو، بېلابېلو سازمانونو د ښځو او نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کړی، خو دا کافي نه ده. ما یو عمر زحمت وایست، درس مې ووایه، او په سختۍ سره مې کار پیدا کړ، خو نن بیکاره یم او یوازې دا ګورم چې کله به له دې حالته خلاص شو. دا چې غږ مو نه دى اورېدل شوى نور نا هیلي شوي یو »
مسعوده کوهستاني، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي:
«زه چې له خلکو سره په تماس کې یم، پوهېږم چې له کومه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، ګڼ شمېر ښځې د جبري ودونو قرباني شوې، ډېرې نجونې رواني ناروغیو باندې اخته شوي، او کورنۍ یې د درملنې وس نه لري. ښځې اوس ناهیلې او ناچاره شوي. له بده مرغه، نړۍ لا هم د افغانستان د خلکو پر وړاندې غلې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په تېرو درې نیمو کلونو کې تل د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړی، او د طالبانو محدودیتونه یې غندلي دي، خو ډیری افغان ښځې وايي چې دا هڅې بسنه نه کوي، ځکه یوازې تر اعلامیو او غندنو محدودې پاتې دي او تر اوسه یې د محدودیتونو د د لرې کولو لپاره عملي اقدامات نه دي کړي.
که څه هم طالبانو تل ادعا کوي چې د ښځو حقوقه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو د ۲۰۲۱ کال راهیسې، ښځې د خپلو اساسي حقونو، لکه له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو، دولتي ادارو او ټولو نادولتي ادارو کې له کار او له ډیری ټولنیزو فعالیتونو محرومې شوې دي.